ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان اوسېدونکي:  له دې وروسته په کلدارو راکړه ورکړه نه کوو

د اروزګان اوسېدونکي: له دې وروسته په کلدارو راکړه ورکړه نه کوو

author avatar
23 Jan 2020 - 16:49
د اروزګان اوسېدونکي:  له دې وروسته په کلدارو راکړه ورکړه نه کوو
author avatar
23 Jan 2020 - 16:49

ترينکوټ (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د اروزګان اوسېدونکي وايي چې د افغانيو د دودولو په کمپاين کې له حکومت سره پوره همکاري کوي او تر دې وروسته په کلدارو راکړه ورکړه نه کوي.

د روانۍ اوونۍ د شنبې په ورځ د اروزګان ولایت په مقام کې د يوې غونډې پر مهال په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې پر افغانيو د پېر او پلور او کلدارو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو چې وروسته به د یوې طرحې له مخې عملي شي.

د یاد کمپاین په ملاتړ نن د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو په ریاست کې د قومي مشرانو او عامو خلکو غونډه جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوالو وويل چې د افغانيو په رواجولو کې له حکومت سره پوره همکاري کوي.

د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو ریاست مسوول نعمت الله خان وويل چې نور بايد پر بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې مخه ونيول شي.

هغه وایي: ((ولس د دولت د یاد اقدام ستاینه او ملاتړ کوي او په هره برخه کې ورسره همکاره کوي.))

دغه راز په ياده غونډه کې ملک عبدالرازق وويل، کلونه کیږي چې حکومت د بهرنیو اسعارو او کلدارو پر راکړې ورکړې د مخنیوي ژمنې کوي، خو تراوسه يې عملي بڼه نه ده غوره کړې.

هغه نيوکه وکړه چې خپله لوړپوړي دولتي چارواکي پر کالدارو راکړه ورکړه کوي او کله چې مياشتنۍ تنخوا تر لاسه کوي نو بيا يې په کلدارو بدلوي.

د غونډې يو شمېر نورو ګډونووالو هم ورته څرګندونې وکړې او ژمنې يې وکړې چې تر دې وروسته راکړه ورکړه په افغانيو کوي.

د يادونې ده چې تر دې وړاندې په ننګرهار، خوست، غزني او ځينو نورو ولايتونو کې هم د کلدارو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.