ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیانو د  ورس روغتون د جوړېدو چارې له ۱۲ کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

د بامیانو د ورس روغتون د جوړېدو چارې له ۱۲ کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

author avatar
23 Jan 2020 - 17:50
د بامیانو د  ورس روغتون د جوړېدو چارې له ۱۲ کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي
author avatar
23 Jan 2020 - 17:50

بامیان (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): دوولس کاله مخکې د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې د یوه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې؛ خو تر اوسه یې کار نیمګړی پاتې دی، د بامیانو والي د دغه روغتون د کار د درېدو لامل اداري فساد بولي.

د دغه ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو چارې په ۱۳۸۶ کال کې د قزاقستان د ۵۰۰ زرو امریکایي ډالرو په مرسته پیل شوې؛ هغه وخت مسوولینو ویلي وو چې دغه روغتون باید په ۱۵ میاشتو کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د پژواک خبري اژانس خبریال له سیمې لیدنه کړې او موندلې یې دي چې د دغې ودانۍ یوازې څلور دېوالونه او چت رغول شوي، خو اوس یې کار درېدلی دی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه روغتون د جوړېدو د چارو نه پرمختګ ته د اندېښنې ترڅنګ وایي چې په دغو ۱۲ کلونو کې، والیان (حبیبه سرابي، غلام علي وحدت او محمد طاهر زهیر) رد او بدل شول، خو اوس هم د یاد روغتون کار نیمګړی پاتې دی، یوازې د روغتون د ودانۍ څلور دېوالونه او چت رغول شوي دي.

د ورس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه شته روغتون په یوه خرابه ودانۍ کې فعالیت کوي او د یادې ولسوالۍ د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

نوموړي پر حکومت د نیوکې ترڅنګ زیاته کړه چې د ۲۵ بستریز روغتون د ودانۍ د رغېدو کار باید په یوه یا دوو کلونو کې بشپړ شوی وای، خو تر اوسه نیمګړی پاتې دی.

ده وویل: «د «اتفاق میرزاد» په نوم شرکت چې د دغه روغتون د جوړېدو تړون یې لاسلیک کړی و، د سیمې له پلورونکو یې ساختماني توکي پېرلي وو او پیسې یې نه دې ورکړې، دغه راز د روغتون کاریګرو ته هم خپل حقونه نه دي ورکړل شوي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې دولت ولې نه توانيږي چې د فاسدینو مخه ونيسي؛ په داسې حال کې چې د ورس ولسوالۍ د ۲۵ بستریز روغتون جوړېدل د خلکو اړینه اړتیا ده.

د ورس ولسوالۍ یوې اوسېدونکې حنیفې رضایي وویل: «د ورس خلک یوه معیاري روغتون ته کلکه اړتیا لري؛ ځکه دغه ولسوالي غرنۍ او سخته جغرافیه لري، او اوسېدونکي یې نه شي کولای ناروغان مرکز یا نورو روغتونونو ته انتقال کړي.»

هغې وویل چې تر ټولو روغتونونو پورې له دوو تر درې سوه کیلو مترو فاصله ده او د معیاري روغتون د نه شتون له امله بیړني ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د ورس ولسوالۍ مدني فعال محمد امین دانشیار د بامیانو له والي او عامې روغتیا له ریاست څخه وغوښتل چې په دې اړه دې خلکو ته سپیناوی ورکړي چې دا روغتون ولې په دې حال پاتې دی.

نوموړي زیاته کړه د یاد روغتون د کار د نیمګړي پاتې کېدو ترڅنګ تړون کوونکی شرکت هم د دوکاندارانو او کارکوونکو پوروړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.