ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان لسګونو ديني عالمانو  د سراسري اوربند غوښتنه وکړه

د بغلان لسګونو ديني عالمانو د سراسري اوربند غوښتنه وکړه

author avatar
23 Jan 2020 - 16:51
د بغلان لسګونو ديني عالمانو  د سراسري اوربند غوښتنه وکړه
author avatar
23 Jan 2020 - 16:51

پلخمری (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د بغلان په مرکز پلخمري کې لسګونو ديني عالمانو سولې ته د رسېدو په موخه له وسله والو طالبانو د سراسري اوربند غوښتنه وکړه.

مولوي سردار ولي د سلواغې په درېيمه په دې اړه جوړې شوې غونډه ته وویل چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې او يواځې افغانان په کې وژل کيږي.

هغه وویل: ((هغوى چې دلته یې جګړه پیل کړې او غواړي دوام وکړي موږ دیني عالمان یې نور باید پر وړاندې غږ پورته کړو او خلک پوه کړو چې د جګړې د دوام زیانمن یواځې موږ یو.))

دغه راز د پلخمري د جامع جومات خطیب مولوي برهان وویل چې د سولې لپاره بايد دواړه لوري ټوپک پر ځمکه کېږدي.

دی وايي: ((سوله وړونکی نه لري که وشي دواړه خواوې وړونکي دي نو موږ له دواړو خواو غواړو چې د دغه ځورېدلي ملت لپاره حکومت او طالبان دواړه جګړه بس او هغې سولې ته غاړه کېږدي چې هېواد د جګړې له دوامه وژغوري.))

دغه راز بل ديني عالم مولوي محمد یاسین مهدیار وویل چې په هېواد کې جګړه د حکومت او طالبانو ترمنځ راونه ده، نو د سولې خبرې هم بايد همدغه لوري وکړي.

ده زياته کړه: ((اوربند د سولې خبرو د پیل لپاره لومړی اړین ګام دی، ځکه راغونډ شوي یو چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې وسله وال طالبان باید عمومي اوربند اعلان کړي.))

په دغه غونډه کې يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او له وسله والو طالبانو يې د سراسري  اوربند غوښتنه وکړه.

د يادونې ده چې د افغان سولې په تړاو دا مهال د قطر په دوحې ښار کې د وسله والو طالبانو او د امريکا د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.