ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار محبس کې سلګونه بنديان د لاسي صنايعو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي

ننګرهار محبس کې سلګونه بنديان د لاسي صنايعو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي

author avatar
23 Jan 2020 - 18:36
ننګرهار محبس کې سلګونه بنديان د لاسي صنايعو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه پيدا کوي
author avatar
23 Jan 2020 - 18:36

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): د ننګرهار محبس مسوولين وايي، دغلته يې سلګونه بنديانو ته د لاسي صنايعو له لارې خپلو کورنيو ته د نفقې د ګټلو زمينه برابره کړې ده.

دې محبس کې له دوه نيم زره ډير بنديان ساتل کېږي چې څلوېښت تنه يې ښځينه دي او پر حرفوي زده کړو سربېره ورته د نورو ديني او عصري زده کړو زمينه هم برابره شوې ده.

د بنديانو له لوري په لاس جوړ توکي د هرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د محبس په انګړ کې خرڅلاو ته کېښودل کېږي چې بنديانو ته ورتلونکي پيوازان يې ترې اخلي.

بنديان هم خوښ دي چې د خپلو بې سرپرسته شويو کورنيو لپاره ورته د نفقې پيدا کولو زمينه برابره شوې ده.

د ننګرهار محبس مدير سمونیار نصرت الله عظیمي پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی سره په محبس کې د ۴۰ مېرمنو په ګډون ۲زره او ۵۵۱ بنديان موجود دي چې ټولو ته يې د لاسي صنايعو د زده کړې، ديني زده کړو او نورو عصري زده کړو زمينې برابرې کړې دي.

دی وايي، د دغو بنديانو له ډلې هغو بنديانو ته چې محکمې پرې وروستی حکم کړی، د صنعت په برخه کې ورته د کار زمينه هم برابره شوې چې د خياطۍ، نجارۍ، فلزکارۍ، لاسي صنايعو او نورو برخو کې د کار کولو پرمهال خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.

دی وايي، بنديانو ته خام مواد د بازار د نرخ مطابق د يوه قرارداد له مخې ورکول کېږي او بېرته يې توليد کړي توکي هم د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې داخل د محبس کې خرڅېږي او هم له محبس بهر د خرڅ لپاره لېږدول کېږي.

بنديان هم خوښ دي چې ورته په محبس کې دننه داسې زمينه برابره شوې چې هم د خپل جېب خرڅ پيدا کوي او هم خپلو کورنيو ته پيسې ګټي.

لعل محمد چې له تېر يو کال راهيسې ننګرهار محبس کې بندي دی، وايي، هره پنجشنبه او چهارشنبه پیوزان راځي، بازار جوړ وي، د بندیانو جوړ شوي توکې بازار ته وړاندې کېږي، څوک یې د کورونو لپاره اخلي او څوک یې بهر د پلورلو لپاره اخلي .

هغه زياته کړه: ((دلته کلچه پزي، خیاطي، نجاري موجود دي چې بندیان پرې کار کوي، هم زده کړه کوي، دیني مدرسې او مکتبونه هم شته، زه خپله کلچه پزۍ کې کار کوم، بندیان هڅه کوي کسبونو زده کړې کوي بهر هم ګټه کوي.))

د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی ابراهيم جان چې له پنځو کلونو راهيسې د خپل اووه کلن بند شپې ورځې تېروي، وايي، په کار کولو هېڅ بنديز نشته او هر څوک د خپلې خوښې کسب زده کوي.

شرین اغا د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نوموړی له تېرو شپږو کلونو راهيسې محبس کې بندي دی، وايي، د کورنۍ سرپرست نه لري، همدلته د مريو لاسي صنايعې کوي او خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.