ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د عملياتي واحد ادارې له خوا له ١٨ پروژو نهه يې بشپړې شوي

په ننګرهار کې د عملياتي واحد ادارې له خوا له ١٨ پروژو نهه يې بشپړې شوي

author avatar
23 Jan 2020 - 18:39
په ننګرهار کې د عملياتي واحد ادارې له خوا له ١٨ پروژو نهه يې بشپړې شوي
author avatar
23 Jan 2020 - 18:39

جلال اباد (پژواک ۳ سلواغې ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، دغه ولايت کې د عملياتي واحد ادارې له لوري د يو ميليارد او ۶۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۸ پروژې پيل شوي چې ۹ يې بشپړې او همدومره نورې تر کار لاندې دي.

چارواکي وايي، په بشپړو شويو پروژو کې د شاه امان الله خان د مقبرې او د اتو ولسواليو روغتيايي مرکزونو لپاره د پيوازانو انتظار خونو جوړول شامل دي او تر کار لاندې د ختيځ روغتيايي کمپليکس، د دوو جامع جوماتونو او صالونونو، د ولايت په کچه د يو ستر ټولنيز مرکز، ورزشي جمنازيوم، د ننګرهار پوهنتون د نجونو ليليه، باچا خان مقبره او د ځمکو او قبالو رياست ودانۍ جوړول دي.

له يادو ټولو پروژو څخه د سلواغې په ۳مه د ننګرهار چارواکو او د ملي پراختيا عملياتي او ملاتړې ادارې (عملياتي واحد) مسوولينو ليدنه وکړه او په اړه يې له خبريالانو سره معلومات شريک کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، دې ولايت کې د عملياتي واحد ادارې له خوا د ۱ ميليارد او ۶۰۴ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۸ ودانيزو پروژو کارونه پيل شوي و چې له ډلې يې ۹ پروژې بشپړې شوې دي.

دی وايي، په دغو پروژو کې ۲۲ ميليونه او ۳۰۰زره افغانيو په لګښت د غازي امان الله خان د مقبرې بيارغونې او د ۵۵ ميليونه او ۹۱۳زره افغانيو په لګښت د اتو روغتونو د پيوازانو د انتظار خونو جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

دى زياتوي، د ختيځ زون روغتيايي کمپلېکس، د ننګرهار پوهنتون د نجونو ليليې، د باچا خان د مقبرې، د ځمکو او قبالو ادارې ودانۍ، د ولايت په کچه د لوی ورزشي جمنازيوم، جلال اباد ښار کې د دوو لويو جامع جوماتونو او صالونونو او د غونډو، جرګو، فاتحو لپاره د ټولنيز مرکز د ودانۍ جوړېدو چارې تر کار لاندې دي.

د ده په وينا، دا رغنيزې پروژې د بنايي تصدۍ ملي ادارې د تخنيکي ډلې له لورې مخته وړل کېږي چې په بشپړ شفافيت سره يې کارونه روان دي چې تر کار لاندې کارونه لږ تر لږه شپېته سلنه بشپړ شوي او ډېر ژر به يې پاتې هم بشپړ شي.

په ختيځ زون کې د عملياتي واحد رييس سيد عمران سادات وويل، يادو ټولو پروژو لپاره ۳۶۰ کاري ورځې وخت ټاکل شوی چې د ټولو د بشپړېدو وروستۍ نېټه د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي مياشت ټاکل شوې چې کارونه یې بشپړ شي.

دی وایي، تر دغو پروژو وروسته به په راتلونکي کې به د ۱۳ ولسواليو لپاره جامع جوماتونه او عيدګاه ګانې ورغوي چې د ولسمشر له لوري منظور شوي، بوديجه يې انتقال شوې او ډېر ژر به يې کارونه پيل شي.

هغه زياته کړه: ((د شفافيت لپاره يې زه دومره وايم، د کومو پروژو کارونه چې روان دي موږ يې د ساختماني کارونو څارنه کوو، وخت په وخت يې مواد ټيسټ کوو، د ښار جوړونې رياست او ولايت مقام يې هم نظارت کوي او له مدني ټولنو هم غواړو چې څارنه يې وکړي.))

د يادولو وړ ده چې د واحد عملياتي اداره د ولسمشرۍ ماڼۍ تر چتر لاندې د رغنيزو پروژو د تطبيق او په کې د فساد مخنيوي په موخه رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.