ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افضلي: د ملي يووالي حکومت د اداري فساد په له منځه وړلوکې پاتې راغلى

افضلي: د ملي يووالي حکومت د اداري فساد په له منځه وړلوکې پاتې راغلى

author avatar
23 Jan 2020 - 15:52
افضلي: د ملي يووالي حکومت د اداري فساد په له منځه وړلوکې پاتې راغلى
author avatar
23 Jan 2020 - 15:52

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ وايي چې که څه هم ولسمشر ژمنه کړې وه چې په هېواد کې به د فساد کچه ټيټه کړي، خو لا هم افغانستان د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلى دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روڼتيا نړيوال سازمان نن په اداري فساد کې د ښکېلو هېوادونو په اړه کلنى راپور خپور کړ، په دې راپور کې راغلي چې افغانستان ١٦ نومرو ترلاسه کولو سره د نړۍ پنځم فاسد هېواد پېژندل شوى.

نيوزيلينډ او فنليډ ٨٧ نومرو ترلاسه کولو سره لومړى او دويم او ډنمارک ٨٦ نومرو ترلاسه کولو سره درېيم پاک هېواد اعلان شوى دى.

د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ اجراييوي رييس سيد اکرام افضلي د سلواغې په درېيمه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، په هېواد کې له ډېرو هڅو سره هم د اداري فساد مخنيوی نه دی شوي؛ نو ځکه سږ کال افغانستان د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۱۶ نومرې ترلاسه کړې دي چې له تېر کال سره توپير نه لري.

دی وايي چې د ملي يووالي حکومت له جوړولو سره سم ولسمشر اشرف غني ژمنه کړې وه چې د فساد کچه ټيټه، او پر وړاندې يې مبارزه  کې به کم تر کمه ۵۰ نومرو ته يې رسوي.

افضلي زياتوي، که څه هم په ياده برخه کې کار شوی، خو لا هم د فساد کچه لوړه شوې او افغانستان د لسو فاسدو هېوادونو په نوملړ کې راغلى دی .

هغه وويل ، دننه په هېواد کې د واک کړۍ د ځينو ځانکړو کسانو په لاس کې ده، چې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټې په پام کې  نيسي؛ نو ځکه د فساد کچه هم لوړه ده.

دى وايي، خلکو پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړی چې په تېرو ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو کې نوماندانو پيسې ووېشلې او د واک خاوندان شول.

نوموړي نيوکه وکړه چې د ۱۳۹۹ کال لپاره تصويب شوې بوديجه نامناسبه ده، ځکه د اجراييوي قوې او وکيلانو تر منځ د تړون پر اساس تصويب شوې ده.

د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ اجراييوي رييس اندېښنه هم وښوده چې تر اوسه د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون نه دى جوړ شوی او لا هم په ډېرو برخو کې سياسي لاسوهنې روانې دي.

افضلي زياتوي چې په هېواد کې د فساد د مخنيوي لپاره بايد په سياست کې د پيسو رول له منځه وړل، د فساد پر وړاندې د مبارزې بنسټېزول، عامه پوهاوی رامنځته کول او د خلکو همکاري اړينه ده.

نوموړي وويل، د ملي يووالي حکومت کې د رشوت ورکولو کچه نه ده ټيټه شوې، ځکه اوس مهال هم خلک هر کال شاوخوا ۱،۹ ميليارده ډالره رشوت ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.