کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي حکم له مخې، د سولې پروسې په اړه د نړيوالې اجماع د پياوړي کولو او په دې برخه کې د کېدونکو هڅو انسجام په موخه له ياد بهير څخه د ملاتړ نړيواله ډله رامنځته کوي.
د يادو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سولې وزارت به د افغانستان د حکومت په استازيتوب ددې ډلې رهبري په غاړه لري او د دارالانشاء چارې به يې هم ددوى له خوا ترسره کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په همدې موخه وزارت له خپلو نړيوالو شريکانو سره سلا مشورې پيل کړې دي.
سرچينې زياته کړې، دواړو لوريو د افغانستان سولې له پروسې څخه د ملاتړ نړیوالې ډلې پر جوړېدو بحث کړی او د يادې موضوع په اړه يې نظرونه تبادله کړي دي.
د سولې په چارو کې ددولت وزير عبدالسلام رحيمي په همدې موخه پرون په کابل کې د روسیې سفیر الکساند مانتيسکي سره ليدلي دي.
هغه هم د افغانستان سولې له پروسې د ملاتړ نړیوالې ډلې له جوړولو هرکلی وکړ او دا کار يې د سولې په برخه کې د نړیوالو فعالیتونو د انسجام په اړه ګټور ګام بللی دی.
دغه راز سلام رحيمي د يادې ډلې جوړېدو په تړاو په کابل کې د هسپانيا، سعودي عربستان، اندونيزيا او ترکمنستان له سفيرانو سره هم سلا مشورې کړې دي.
يادو سفيرانو وويل چې دوى د افغانستان د سولې له بهیر سره د همکاریو دوام ته چمتو دي. همدارنګه ده د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړې نړیوالې ډلې د جوړېدو هرکلی وکړ او په هېواد کې یې د سولې ټينګښت ته هیله وښوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن