د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بامیانو د ورس روغتون د جوړېدو چارې له ۱۲ کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

د بامیانو د ورس روغتون د جوړېدو چارې له ۱۲ کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

Jan 23, 2020 - 17:50

بامیان (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): دوولس کاله مخکې د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې د یوه روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې؛ خو تر اوسه یې کار نیمګړی پاتې دی، د بامیانو والي د دغه روغتون د کار د درېدو لامل اداري فساد بولي.

د دغه ۲۵ بستریز روغتون د جوړېدو چارې په ۱۳۸۶ کال کې د قزاقستان د ۵۰۰ زرو امریکایي ډالرو په مرسته پیل شوې؛ هغه وخت مسوولینو ویلي وو چې دغه روغتون باید په ۱۵ میاشتو کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د پژواک خبري اژانس خبریال له سیمې لیدنه کړې او موندلې یې دي چې د دغې ودانۍ یوازې څلور دېوالونه او چت رغول شوي، خو اوس یې کار درېدلی دی.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د دغه روغتون د جوړېدو د چارو نه پرمختګ ته د اندېښنې ترڅنګ وایي چې په دغو ۱۲ کلونو کې، والیان (حبیبه سرابي، غلام علي وحدت او محمد طاهر زهیر) رد او بدل شول، خو اوس هم د یاد روغتون کار نیمګړی پاتې دی، یوازې د روغتون د ودانۍ څلور دېوالونه او چت رغول شوي دي.

د ورس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ ځکه شته روغتون په یوه خرابه ودانۍ کې فعالیت کوي او د یادې ولسوالۍ د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي.

نوموړي پر حکومت د نیوکې ترڅنګ زیاته کړه چې د ۲۵ بستریز روغتون د ودانۍ د رغېدو کار باید په یوه یا دوو کلونو کې بشپړ شوی وای، خو تر اوسه نیمګړی پاتې دی.

ده وویل: «د «اتفاق میرزاد» په نوم شرکت چې د دغه روغتون د جوړېدو تړون یې لاسلیک کړی و، د سیمې له پلورونکو یې ساختماني توکي پېرلي وو او پیسې یې نه دې ورکړې، دغه راز د روغتون کاریګرو ته هم خپل حقونه نه دي ورکړل شوي.»

نوموړي زیاته کړه: «موږ نه پوهېږو چې دولت ولې نه توانيږي چې د فاسدینو مخه ونيسي؛ په داسې حال کې چې د ورس ولسوالۍ د ۲۵ بستریز روغتون جوړېدل د خلکو اړینه اړتیا ده.

د ورس ولسوالۍ یوې اوسېدونکې حنیفې رضایي وویل: «د ورس خلک یوه معیاري روغتون ته کلکه اړتیا لري؛ ځکه دغه ولسوالي غرنۍ او سخته جغرافیه لري، او اوسېدونکي یې نه شي کولای ناروغان مرکز یا نورو روغتونونو ته انتقال کړي.»

هغې وویل چې تر ټولو روغتونونو پورې له دوو تر درې سوه کیلو مترو فاصله ده او د معیاري روغتون د نه شتون له امله بیړني ناروغان د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورکوي.

د ورس ولسوالۍ مدني فعال محمد امین دانشیار د بامیانو له والي او عامې روغتیا له ریاست څخه وغوښتل چې په دې اړه دې خلکو ته سپیناوی ورکړي چې دا روغتون ولې په دې حال پاتې دی.

نوموړي زیاته کړه د یاد روغتون د کار د نیمګړي پاتې کېدو ترڅنګ تړون کوونکی شرکت هم د دوکاندارانو او کارکوونکو پوروړی دی.

د بامیانو د ولایتي شورا غړي محمد امیر محمدي چې د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پژواک ته وویل: «له بده مرغه د اوسني روغتون وضعیت چې په یوه زړه او ویجاړه ودانۍ کې موقعیت لري، ډېر د اندېښنې وړ دی.»

هغه د ورس روغتون د ودانۍ د نیمګړي کار په اړه د مسخرې په ډول وویل: « د درېیو والیانو په دوره کې د روغتون کار نیمګړی پاتې شو؛ ښايي د درېیو نورو والیانو په دوره کې بشپړ شي.»  

محمودي په دې باور دی چې دا موضوع په والیانو پورې هم ډېره تړلې ده؛ خو د عامې روغتیا وزارت په کې په مستقیم ډول ښکېل دی او په دې اړه باید ځواب ووایي.

هغه زیاته کړه: «هرکال د راپور ورکونې د ناستې پرمهال ورس ولسوالۍ ته تللم او د ولایتي شورا له ادرسه خلکو ته ژمنه ورکوم چې دا موضوع څارم، خو سږ کال له دې امله چې ما د ورس خلکو لپاره د ویلو څه نه درلودل، ومې نه شوای کړای د راپور ورکونې لپاره هلته لاړ شم.»

نوموړي وویل: «په یاد شرکت نه د ولایتي شورا، نه د والي او نه هم د ولسمشر زور رسیږي؛ کنه تر اوسه دغه ستونزې یوه له حللاره پیدا کوله.»

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر، د ورس روغتون د کاري چارو نیمګړي پاتې کېدل د مخکنیو والیانو په فساد ککړ میراث وباله او وویل: «موږ د اتفاق د شرکت رییس میرزاد دویم ځل د بامیانو په امنیه قوماندانۍ کې توقیف کړ؛ خو له لږ وخت وروسته یې له کابل څخه واسطو فشار راوړ او نوموړی یې خوشي کاوه.»

هغه زیاته کړه د ورس ولسوالۍ د روغتون د کار د دوام چارې، د ملي تدارکاتو له خوا اعلان ته سپارل شوې ديٍ؛ خو بیا هم د میرزاد اتفاق شرکت دعوه کړې چې په هغه پروژه کې یې کار کړی دی او د تاوان غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي وویل: «که څه هم څو کاله پرله پسې د ورس له خلکو سره ژمنه کوم چې د ورس روغتون د نیمګړي کار برخلیک معلوموم؛ خو اوس دغه پروژه د ملي تدارکاتو په واک کې ده او هیله لرم چې ستونزه یې ژر حل کړي.»

د ورس روغتون یو روغتیایي کار کوونکی چې په زړه ودانۍ کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، د نوم له یادولو پرته یې پژواک ته وویل، په هغه روغتون کې چې زه کار کوم د چت د شړېدو سربېره یې دېوالونه ډېر موږکان هم لري.

هغه زیاته کړه د نوکریوالۍ پر مهال ویني چې موږکان ناروغان ځوروي او له خوبه یې ویښوي.

د بامیانو د عامې روغتیا رییس سید علي اقا ایوب وویل چې د ورس د ۲۵ بستریز روغتون د جوړېډو چارو د جنجالي کېدو لامل د تړون کوونکي شرکت بندېدل دي.

د هغه په خبره، د «اتفاق میرزاد» شرکت چې د دغه روغتون د جوړېدو تړون یې په واک کې درلود، بند شو او د تدارکاتو ملي ادارې د یاد روغتون د جوړېدو تړون له نوموړي شرکت سره لغوه او مسوولین یې عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل.

هغه وویل: «موږ د دغې پروژې د وضعیت په اړه خپل راپورونه د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي او په دې اړه پرېکړه د عامې روغتیا وزارت صلاحیت دی.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د عامې روغتیا وزارت او تړون کوونکي شرکت سره هم خبرې وکړي؛ خو له پرله پسې اړیکو وروسته بریالی نه شو.

ورس یوه ډېر نفوس لرونکې او ډېره لرې پرته ولسوالي ده چې د ولایت له مرکز څخه په ۲۰۲ کیلو مترۍ کې موقعیت لري، جغرافیایي ساحه یې له ختیځ څخه د میدان وردګو د بهسودو دوهمې حصې ولسوالۍ، له لوېدیځ څخه د دایکنډي له میرامور ولسوالۍ، له جنوب څخه د دایکنډي له پنجاب او اشترلي ولسوالیو او له سوېل څخه د میرامور ولسوالۍ له چهارصدخانې سره تړلې ده.

دغه ولسوالي شاوخوا ۲۸۵۰ کیلو متره پراخوالی، ۹۷۱ کلي، ۱۸۶ پرمختیایي شوراګانې، ۵۷ د رایې ورکونې مرکزونه لري او د نفوس شمېرنې ملي ادارې د راپور پر اساس  له ۱۲۱ زرو ډېر نفوس لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement