ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک نظرپوښتنه: له ٥٤ زرو کسانو ٨٦ سلنه يې د جنرال سعادت له لرې کولو سره مخالفت کړى

د پژواک نظرپوښتنه: له ٥٤ زرو کسانو ٨٦ سلنه يې د جنرال سعادت له لرې کولو سره مخالفت کړى

author avatar
23 Jan 2020 - 15:01
د پژواک نظرپوښتنه: له ٥٤ زرو کسانو ٨٦ سلنه يې د جنرال سعادت له لرې کولو سره مخالفت کړى
author avatar
23 Jan 2020 - 15:01

کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨):د کورنيو چارو وزارت د پخواني ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سعادت د لرې کولو په اړه د پژواک په نظر پوښتنه کړې ٥٤ زرو کسانو ګډون کړى چې ٨٦ سلنه يې د هغه له لرې کولو سره مخالفت کړى دى.

د ولسمشر اشرف غني د حکم له مخې، د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سعادت تېره اوونۍ له دندې لرې او پر ځاى يې جنرال صبور قانع پر دنده وګومارل شو، چې دغه کار په ټولنيزو شبکو کې د خلکو پراخه غبرګونونه راوپارول.

پژواک اژانس په خپل فيسبوک پاڼه کې له خپلو لوستونکو د جنرال سادات د لرې کولو په اړه نظر پوښتنه کړې وه او له خلکو مو ددې پرېکړې په اړه نظر غوښتى و.

دې پوښتنې ته ٥٤ زرو کسانو د موافق او مخالف رايې ورکړې دي چې له دې څخه ٨٦ سلنه خلکو چې ټول ٤٤ زره کسان کېږي، د جنرال سادات له لرې کولو سره مخالفت ښودلى او ١٤ سلنه نور خلک چې اته زره کسان کېږي، د هغه له لرې کولو سره موافقه کړې ده.

دغه راز د پژواک پر دې پوسټ ٢٦٠٠ کسانو کمنټونه ورکړي، ٣٢٠٠ کسانو لايک کړي او ٢٥٨ کسانو دا پوسټ شريک کړى و.

ددې ترڅنګ څه د پاسه درې سوه زره  کسانو دا پوسټ ليدلى و.

همدارنګه پژواک اژانس په خپله ټويټر پاڼه کې هم په دې اړه نظرپوښتنه کړې وه چې له ٧١٩ کسانو څخه څه دپاسه ٧٧ سلنه يې له لرې کولو سره مخالفت او څه دپاسه ٢٢ سلنه خلکو موافقه ښودلې  ده.

د پژواک  مينه والو هم پر دې پوسټ بېلا بېل د موافق او مخالف نظرونه ورکړي دي، د سيد شينواري په نامه يوتن ليکلي، دا په تېرو ١٨ کلونو کې لومړى چارواکى و، چې په بشپړ جرئت سره   د زورواکو په مقابل کې ودرېد، تشه به يې لوى ناورين رامنځته کړي.

د نصير جاوېد په نامه بل تن ليکلي، که چېرې د اصلاحاتو په موخه جنرال سعادت ته بل داسې اساسي څوکۍ ورکړل شي؛ نو بيا پرځای اقدام دی، خو که داسې نه وي نو بيا تېروتنه ده.

رحيم الله ځاځي  بيا ولسمشر مخاطب کړى چې د جنرال سعادت لرې کول ورته د منلو نه دى او هيله يې کړې چې د هغه پر سر دې معامله نه کوي.

احسان الله حسينيار بيا ليکلي : (( که ولسمشر د ولس نظر ته احترام لري،نو په دې سروې کې هم ٨٦ سلنه خلکو يې له لرې  کولو سره مخالفت کړى، نو بايد هغه په خپل ځاى پاتې شي. ))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.