د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې د فخر افغان باچاخان دوه دېرشم تلين ونمانځل شو

په ننګرهار کې د فخر افغان باچاخان دوه دېرشم تلين ونمانځل شو

Jan 23, 2020 - 15:22

جلال اباد (پژواک، ۳ سلواغه ۹۸): د ننګرهار يو شمېر مدني فعالانو او مبارزينو له لوري د عدم تشدد د سر لاري فخر افغان  باچاخان د دوه دېرشم تلین په ياد غونډه جوړه کړې وه.

دوی د پښتنو د بيدارۍ لپاره د پاچا خان مبارزه او د عدم تشدد فلسفه باندې خبرې وکړې او د هغه کارنامې او فعاليتونه يې نه هيرېدونکي وبلل.

ياد مدني فعالان او ځوانان د سلواغې په ۲مه جلال اباد ښار کې د ګندهارا ټولنيز مرکز او يو شمېر نورو مدني حرکتونو په کوربتوب راټول شوي وو او له مسوولينو يې وغوښتل چې د باچاخان د مزار د جوړېدو چارې ژر تر ژره بشپړې کړي.

خان عبدالغفار خان  يا باچاخان چې په فخرې افغان او بادشاه خان هم ياد شوی د پېښور په هشنغر سيمه د اتمانزو په کلي کې د خان بهرام خان محمدزي په کور کې پر ۱۸۹۰ ميلادي کال زېږېدلی او همالته په پېښور کې د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰ مړ شو، خو د هغه د وصيت له مخې په جلال اباد ښار کې خاورو ته سپارل شوى.

نوموړي د پښتنو د بيدارۍ لپاره د عدم تشدد مبارزه وکړه او د هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يوځای يې د انګريزي ښکېلاک پر وړاندې هم له زور پرته مبارزه کړې ده.

باچاخان پر پښتنو او افغانانو مئين شخص و او د دې لپاره يې مبارزه کوله چې لر او بر افغانان سره يو شي؛ ځکه خو يې وصيت کړی و چې تر مړينې وروسته دې جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شي چې د لر او بر تر منځ د بېلتون خبره ختمه شي.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ګندهارا ټولنیز مرکز او  ننګرهار میشتو  مدني حرکتونو په کوربتوب پرون د نوموړي ۳۲م تلين ونمانځل شو.

د ګندهارا ټولنیز بنسټ رهبرۍ غړي شریف الله ناصري وويل، باچا خان په پښتنو مئين شخص و، د پښتنو او افغانانو د بيدارۍ ارمان يې درلود، نو پښتانه هم بايد د هغه مبارزه دوامداره وساتي او د لر بر پښتنو په منځ کې د ډیورنډ کرغېړنې کرښې د له منځه وړلو لپاره بايد له زور زياتي پرته (عدم تشدد) مبارزه وکړي.

هغه له ځوانانو  غوښتنه وکړه چې د لر او بر پښتون قوم یووالي لپاره خپلو فکري مبارزو ته قوت ورکړي، ترڅو د پښتون قوم پر وړاندې پرتې ستونزې حل شي.

غونډې ته دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر د ټيلېفون په لیکه وینا وکړه، نوموړي د پښتون قوم په بیدارتیا ټینګار وکړ.

وزیر زیاته کړه، خاوره او وجود د پښتون استعمالیږي او ګټې یې نورو ته رسیږي، هیڅ لر او بر یو افغان نور په دې خاوره کې جنګ نه غواړي.

هغه وویل، د احمدشاه بابا، د ازادۍ اتل غازي امان الله خان، باچاخان او ملالې سرښندنو او تاریخي واقعاتو ته په کتو او کلک هوډ سره لر او بر افغانان دې یوبل ته لاسونه ورکړي او مینه دې وپاشي، ترڅو له دې بدبختیو وژغورل شو.

دغه راز د بلوچستان د لورالاى پوهنتون استاد او د عوامي نشنل ګوند غړي ډاکتر صادق ژړک وويل، افغان قوم د خوشال خان بابا په وینا نه بېلېدونکی قوم دی، افغان ځوانان باید د خپلو مشرانو او اتلانو رښتینې مبارزه خپله او د عدم تشدد لپاره کار وکړي.

ژړک زیاته کړه : ((موږ باید لومړی خپل ځان وپېژنو او د خپل هېواد د قوت او پرمختګ لپاره کار وکړو.))

د ننګرهار د والي مرستيال تمیم عارف مومند، د عدم تشد سرلاری فخر افغان باچاخان د پښتون قوم هغه سرلاری او فخر وباله چې تل یې د پښتنو د یووالي او پرمختګ لپاره هڅې کړې دي.

مومند ځوانانو ته په خطاب کې وویل، د فخر افغان لار خپله، د تشدد د ختمېدو او ځان بساینې لپاره هڅې وکړي، ترڅو د فخر افغان ارمان پوره او افغان ملت د پرمختګ او هوساینې خاوند شي.

نوموړي وویل، باچاخان تل د ناوړه دودونو سمولو،خپلمنځي تاو تريخوالي ختمولو او تعلیم د ودې لپاره مبارزه کړې چې خپله لور یې د پښتنو خویندو تعلیم ته هڅولو په پار بهر ته تعلیم لپاره ولېږله،دوى د پښتنو ماشومانو د ښې روزنې په موخه تر سلو ډېرې دیني مدرسې جوړې کړې وې.

هغه د يادې غونډې د جوړوونکو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د باچا خان د مقبرې د رغون په اړه يې وکړه وويل، چې د نوموړي د مزار کارونه د واحد عملياتي ادارې لوري د بنايي تصدۍ له خوا پيل شوي او ۶۰ سلنه کارونه يې بشپړ شوي چې نورې چارې به يې هم ژر بشپړې شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement