د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په هرات کې په ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

په هرات کې په ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شوي

Jan 23, 2020 - 17:43

 هرات ښار(پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د هرات ــ اسلام کلا په لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

 د هرات د ترافیکو مدیر غلام سخي حسیني نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه اوو بجې یو ټکسي موتر د هرات ــ مشهد پر مسیر پنځمې سرحدي لوا ته څېرمه له یوه ټانکر سره ټکر کړی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.

 دده په خبره، یاد ټکسي موټر له اسلام کلا څخه هرات ښار ته روان و چې له یادې پېښې سره مخ شوی دی.

بلخوا د هرات امبولانس وايي چې د پېښې څلور قربانیان د امبولانس په وسیله د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

 د یادونې ده چې ډېر سرعت او د ترافیکي قوانینو او مقرراتو نه مراعاتول د دې ترافیکي پېښې لامل بلل شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement