کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۸): ولسمشر غني وايي چې د افغانستان د ځانګړو او هوايي ځواکونونو پیاوړتیا د المان ملاتړ ته اړتیا لري او د یاد هېواد د دفاع وزیر له افغان امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د المان له دفاع وزیر انه ګریټ کرامپ کارونباور سره ولیدل.
د ارګ د هغې خبرپاڼې له مخې چې نن پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده، په دې لیدنه کې چې د سویس په داووس ښار کې ترسره شوه، دواړو خواوو د افغانستان پر امنیتي، سولې پروسې او د سیمې پر اوضاع باندې بحث او خبرې اترې وکړې.
د المان دفاع وزیر د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له دوامه ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د المان او افغان ځواکونو ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکې رامنځته شوې دي.
دغه راز نوموړي له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې پر دوام د ټینګار ترڅنګ وویل: ((المان د سولې له پروسې او د سولې پر وړاندې د افغان حکومت له دریځه ملاتړ کوي او باید د افغانستان د دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.))
په ځواب کې ولسمشر غني له افغانستانه د المان د ملاتړ له امله مننه وکړه او د الماني او افغان ځواکونو ترمنځ د ښو اړیکو پر رامنځته کېدو د خوښۍ ترڅنګ یې په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پر اصلاحاتو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: ((موږ د ځانګړو او هوايي ځواکونو د لا پیاوړتیا لپاره د المان نور ملاتړ ته اړتیا لرو.))
هغه د دې په ویلو سره چې د افغانستان د ملي پولیسو ملاتړ دې ډېر شي، د سولې په اړه وویل: ((سوله زموږ ټولو لپاره یوه اساسي موضوع ده او له ترهګرۍ سره مبارزه کې د یوه لنډمهال او اوږدمهال پلان په اډانه کې له نړیوالې ټولنې سره اجماع لرو.))
ولسمشر غني د یوې پایښت لرونکې سولې لپاره اوربند د یوې مهمې موضوع په توګه یاده کړه او ویې ویل چې د اوربند په اړه باید د افغانستان د خلکو غوښتنه ومنل شي.
د دې لیدنې په پای کې ولسمشر له سولې د ملاتړ په برخه کې د المان له رول او بین الافغاني ډیالوګ له امله مننه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن