ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ۱۵ کیلوګرامه هیروینو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

بغلان کې د ۱۵ کیلوګرامه هیروینو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

author avatar
24 Jan 2020 - 15:24
بغلان کې د ۱۵ کیلوګرامه هیروینو د قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي
author avatar
24 Jan 2020 - 15:24

پلخمري (پژواک، ۴ سلواغه ۹۸):  د بغلان پولیس په دغه ولایت کې د ۱۵ کیلوګرامه هیروینو د قاچاق په تور د دوو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

سرچینې زیاته کړې چې د بغلان امنیې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکي دغه دوه کسان هغه مهال چې څوارلس نیم کیلوګرامه هیروین یې په یوه هېنو موټر کې له بدخشانه کابل ته لېږدول، ونیول.

بشارت دغه راز څرګنده کړه چې دغه دوه کسان د دغه ولایت په شرقي کمربند کې ونیول شول.

د بغلان د پولیسو ویاند د دې په ویلو سره چې نیول شوي کسان او ظبط شوي هیرویین د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ ته لېږدول شوي، زیاته کړه چې د نشه يي توکو او قاچاقبرو د پرله پسې نیونو انګېزه او علت د دغه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې مدیریت کارکوونکو مسلکي توب په ډاګه کوي.

سرچینې د نیول شوو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې له څېړنو وروسته به په دې اړه لازم له رسنیو سره شریک کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.