ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال په دایکنډي کې د ترافیکي پېښو له امله نږدې ۱۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
24 Jan 2020 - 12:16
author avatar
24 Jan 2020 - 12:16

نیلی (پژواک، ۴ سلواغه ۹۸): مسوولین وايي چې د روان کال لومړۍ لس میاشتې په دایکنډي ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۹۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دایکنډي د ترافیکو امریت د مسوولینو په خبره، د روان کال له پیله تر اوسه په دغه ولایت کې ۱۳ ترافیکې پېښې رامنځته شوې دي چې ۳۹ کسان په کې وژل شوي او د ښځو او ماشومان په ګډون ۵۷ نور ټپیان شوي دي.  

د دغه ولایت د ترافیکو امر رحمت الله ابراهیمي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دغو ۱۳ پېښو په وژل شوو کې ۱۴ ښځې، پنځه ماشومان او ۱۱ سړي شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، په دغه ولایت کې ترافیکي پېښې د تېر کال په نسبت ډېروالی ښيي، لکه څرنګه چې تېر کال ټولې ۱۱ ترافیکي پېښې رامنځته شوې وې چې ۱۸ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي وو.

ابراهیمي د ترافیکي پېښو د ډېروالي علت د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي اوسېدونکي د ترافیکي پېښو ډېرېدو اندېښمن کړي او د هغو لامل یې د سړکونو پر وړاندې د حکومت نه پاملرنه په ګوته کوي.

په خدیر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو له کورنیو یوه کس اسحاق علي پژواک ته وویل، ټولې ترافیکي پېښې د لارو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي او له بده مرغه چې دولت دې برخې ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او دغه څه لامل شوي چې زموږ خلک تل قرباني ورکړي.

د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکي محمد چې روان کال یې د کورنۍ درې غړي په یوه ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړي، پژواک ته وویل: ((د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، موټر درانه بارول او د حکومت له خوا ترافیکي قوانین نه پلي کول د ترافیکي پېښو لاملونه دي.))

هغه هیله وښوده چې دولت ولسوالیو ته غځېدلې لارې جوړې کړي، که څه هم معیاري یې نه جوړوي، ترمیم خو دې کړي.

د دایکنډي یو مدني فعال نجیب الله نجیب هم د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د موټرو زوړوالی د ترافیکي پېښو لاملونه وبلل.

هغه له حکومته د ترافیکي پېښو په کموالي کې د جدي اقداماتو غوښتونکی شو او ویې ویل: ((خلک له یوې خوا د جګړو قرباني کېږي او له بلې خوا بیا په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.))

هغه دغه راز هیله څرګنده کړه چې حکومت په دې برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.