د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو وتلو پر سر خبرې به د نورو سختو جګړو لامل شي"

"له طالبانو سره د امریکايي سرتېرو وتلو پر سر خبرې به د نورو سختو جګړو لامل شي"

Jan 24, 2020 - 12:19

کابل (پژواک، ٤ دلو ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني له نړیوالو رسنیو سره په ناسته کې ویلي چې د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري خو که له طالبانو سره پرې خبرې کېږي نو د نورو سختو جګړو لامل به وګرځي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ‎ د سویس په داووس ښار کې د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د نړیوالو رسنیو له خبریالانو سره د روان وضعیت، سولې پروسې، حکومتولۍ، اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې او د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې د افغانستان د رول په اړه خبرې وکړې.

د یادې خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې ولسمشر غني وویل، افغانان د امریکایي ځواکونو له وتلو سره ستونزه نه لري، خو خبرې پرې مهمې دي او که دا خبرې له طالبانو سره کېږي، د نورو سختو جګړو د سلسلې د پیل په معنا به وي او که له افغان حکومت سره وشي، د مدیریت وړ دي.

د سرچینې په حواله، ولسمشر غني وايي: "افغانان د جنګ پای ته رسېدو غوښتونکي دي، د تاوتریخوالي کمېدل پایله نه لري، خو اوربند د دې ښکارندویي کوي چې افغانان سیاسي ډیالوګ ته واقعي تعهد لري."

دی زیاتوي، موږ د دې لپاره اوربند غواړو چې په ۲۰۱۷ کال کې له طالبانو سره اوربند موږ ته دا اجازه راکړه څو د سولې پر لور حرکت وکړو او دغه اوربند ۹۸ سلنه موثر و.

نوموړي د افغانستان په اړه د نړۍ د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې افغانستان بېوزلی هېواد نه دی، د دغه هېواد موقعیت د دې لامل ګرځېدلی چې له افغانستانه د ګازو نللیکې، برېښنا انرژۍ او نوري فایبر لېږد کاري بهیر دوام ومومي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement