کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د تفینش او بیا شمېرنې د محلونو په نوملړ کې د ستونزو له امله، د رایو د بیاشمېرنې بهیر تراوسه نه دی پیل شوی او نوملړ یې د دویم ځل اصلاح لپاره شکایتونو کمېسیون ته استولی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ویاند د دفتر سرپرست سید ذبېح الله سادات، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کمېسیون د رایو ورکونې د محلونو تفتیش او بیا شمېرنې د بهیر پیل ته پوره تیاری لري.
هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ۱۹ ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې مکتوب له موږ سره شریک کړی؛ خو د نومونو په ضمیمه کې ۲۱ ولایتونه ذکر شوي دي.
د ده په وينا، په همدې موخه یې د هغو محلونو نوملړ چې ښایي تفتیش او بیا شمېرنې ته لاړ شي، د اصلاح لپاره ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استولی دی.
سادات د دې په ښکاره کولو چې تراوسه یې د هغو محلونو اصلاح شوی نوملړ چې ښایي تفتیش او بیا شمېرنې ته لاړ شي، نه دی ترلاسه کړی، وویل: «هرکله چې اصلاح شوی نوملړ موږ ترلاسه کړو، موږ یې تفتیش او بیا شمېرنه پیلوو.»
خو پژواک له پرله پسې اړیکو ونه شوای کړای د ټاکنیزو شکایتونو د مسوولینو نظرونه ولري.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې او ثبت په لومړي پړاو کې د ټاکنیزو ټکټونو له ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي وو.
خو د اعتراضونو د ثبت او ورته د رسېدنې په دویم پړاو کې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولایتې دفترونو د پرېکړو په اړه، له شپږ زه ډېر د استیناف غوښتنو اعتراضونه ثبت شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، د ولایتي کمېسیونونو د پرېکړو په اړه د ټاکنیزو ډلو استینافي شکایتونو ته رسېدنه به ۱۱ ورځې نور وخت هم واخلي.
خو د ټاکنو د مهالوېش له مخې، هغه ۳۹ ورځې وخت چې د یاد کمېسیون له خوا د ټاکنیزو ټيمونو شکایتونو ته د رسېدنې لپاره ورکړل شوی و، تر شپږو نورو ورځو پای ته رسیږي.
ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې چې له هغه وخت راهیسې پنځه میاشتې تېږيږي، خو ورستۍ پایلې یې نه دي اعلان شوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن