ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان سوداګر: پاکستان راسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي

افغان سوداګر: پاکستان راسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي

author avatar
25 Jan 2020 - 15:14
افغان سوداګر: پاکستان راسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي
author avatar
25 Jan 2020 - 15:14

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي، پاکستان ورسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي چې له امله يې سوداګر هره ورځ په لکونو افغانۍ زيان ویني.

اپټا تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لاسليک شوی، له مخې يې افغان سوداګر کولی شي چې د کراچۍ بندر له لارې خپل سوداګريز توکي افغانستان ته را انتقال او له همدې لارې يې نورې نړۍ ته صادر کړي.

په تړون کې داسې ماده هم شته چې له مخې يې بايد پاکستاني مسوولين افغان سوداګرو ته زمينه برابره کړي چې له لسو ورځو په کمه موده کې خپل مالونه له کراچۍ بندره افغانستان ته را ورسوي.

خو اوس د ننګرهار ولايت سوداګر وايي چې پاکستان ورسره د دغه تړون خلاف عمل کوي او داسې هم شوي چې مالونه يې نږدې دوه مياشتې په پاکستان کې بند پاتې وي.

دوى وايي، سوداګريز مالونه له نورې نړۍ څخه په کانټينرونو کې راباروي چې که له لسو ورځو پرې زيات وخت اوړي نو په هر کانټينر له ۳۰ نيولې تر پنځوس ډالرو اضافه لګښت راځي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستيال زلمي عظيمي وايي، په تېرو لسو کلونو کې چې د اپټا تړون شوی، ډېر کله پاکستاني چارواکو د دغه تړون خلاف عمل ورسره کړی دی.

هغه پژواک ته وويل، د تړون له مخې پاکستان بايد افغان سوداګرو ته زمينه برابره کړي چې لسو ورځو کې خپل سوداګريز مالونه د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي خو ډېر کله داسې شوي چې دا موده تر ۵۰ ورځو هم اوږده شوې ده.

نوموړی وايي، هر کال د همدې ستونزې له امله سوداګر ميليونونه افغانۍ زيان کوي، که مالونه هلته تم کېږي نو په کانټينر اضافي لګښت راځي او دغه راز اموال هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

دی زياتوي، يوه بله ستونزه چې سوداګرو ته پېښه شوې، د اپټا تړون له مخې بايد د افغان تجارانو د مالونو پنځه سلنه تشريح وشي خو اوس دا کچه ډير کله تر سل سلنه پورې رسېږي چې له امله يې د سوداګرو مالونه له لسو ورځو ډير وخت تېروي.

دی وايي، په ځلونو يې دا ستونزه د سوداګرۍ له وزارت او حتی ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه کړې خو حکومت په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه کوي.

په ننګرهار کې يو شمېر نورو سوداګرو هم له پژواک سره دا ستونزه شريکه کړې او غوښتنه يې کړې چې بايد حکومت د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره د اپټا تړون پر سر له سره غور وکړي.

حاجي محمد انور پژواک ته وويل، هر ځل چې د دوی مالونه پاکستان کې ځنډېدلي نو د کانټينر د اضافي لګښت ترڅنګ يې مالونو د ژر نه رسېدو په وجه هم خپل قيمت کم کړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.