کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): د ترکيې په ختيځو سيمو کې د سختې زلزلې له امله ١٨ کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، دا زلزله چې پرون په ځايي وخت ماښام مهال شوې، د ريګټر په ٦،٨ درجې ثبت شوې چې له امله يې ګڼ شمېر کورونه او ودانۍ نړېدلي دي.
د ترکيې د پېښو د مديريت ادارې مسوولينو ويلي چې مرستندوی ټيمونه ساحو ته لېږل شوي او د ترکيې د دفاع وزير ډاډ ورکړى چې پوځ هم د اړتيا پر مهال مرستو ته ور دانګي.
د دغه هېواد د روغتيا وزارت ويلي چې تر اوسه ١٨ جسدونه او تر ٥٠٠ زيات ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي او کېداى شي د مرګ ژوبله شمېره لوړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن