ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان د دويم پړاو لوبه له پاکستان سره کوي

د ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان د دويم پړاو لوبه له پاکستان سره کوي

author avatar
25 Jan 2020 - 10:57
د ١٩ کلنو نړيوال جام: افغانستان د دويم پړاو لوبه له پاکستان سره کوي
author avatar
25 Jan 2020 - 10:57

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو نړيوال جام سياليو په دويم پړاو يا کوارټر فاينل کې له پاکستان سره لوبه کوي.

د کرکټ د نړيوال جام سيالۍ چې د وړمې جمعې په ورځ په سوېلي افريقا کې پيل شوې دي، په کې د نړۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې ده.

افغانستان په دال ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره و، افريقا او اماراتو ته يې ماتې ورکړه، خو له کاناډا سره يې پرونۍ لوبه د باران له امله بې نتيجې پاى ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته يوه يوه نومره ورکړل شوه.

د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې د دوو لوبو په ګټلو او يوې په مساوي کېدو سره پنځه نومرې ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې يې د لومړي مقام په خپلولو سره یې له سوېلي افريقې سره په ګډه یې دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

افغانستان به دويم پړاو سياليو کې د راتلونکې جمعې په ورځ  د کوارټر فاينل لوبه له پاکستان سره کوي، د دې لوبې ګټونکې لوبډله به د دې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي پژواک ته وويل چې دوى له کاناډا سره د سيالۍ لپاره بشپړ چمتووالي درلود او د بريا چانس هم ډېر و، خو قسمت ياري ونه کړه.

هغه له پاکستان سره کېدونکې لوبه سخته وبلله، خو ويې ويل چې په ګروپي سياليو کې افغان توپ اچوونکو او توپوهونکو ښې لوبې په کولو سره به له پاکستان سره هم ښه لوبه وکړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د خپلې ملي ١٩ کلنو لوبډلې لپاره دعاګانې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.