ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا په دولتي ادارو کې ۴۲۱ بستونه خالي دي”

“د پکتيا په دولتي ادارو کې ۴۲۱ بستونه خالي دي”

author avatar
25 Jan 2020 - 14:30
“د پکتيا په دولتي ادارو کې ۴۲۱ بستونه خالي دي”
author avatar
25 Jan 2020 - 14:30

ګردېز (پژواک، ۶ سلواغه ۹۸): د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سيمه ييز کمېسيون وايي چې د پکتيا په دولتي ادارو کې سلګونه بستونه خالي دي چې د ادارو پر فعاليتونو يې ناوړه اغېزه کړې ده.

د يادې ادارې مشر امين الله جواد د سلواغې په پنځمه له پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه وويل چې د ادارو د خيالي بستونو مسئله هم جدي ده او د ولايت په کچه د ټولو ادارو او دولتي کارکوونکو د بايومټريک پروسه روانه ده.

جواد وايي د ادارو ټول تش بستونه يې تشخيص کړي او د اړوندو ادارو مسوولينو ته يې ويلي چې د مالي کال تر نيمايي بايد ياد بستونه له ټاکلې لارې ډک شي.

نوموړي زياته کړه: ((له درېيم تر اتم بستونو خدماتي کارکوونکي دي، موږ د ولايت په سطحه ۴۲۱ خالي بستونه لرو، دا مو تشخيص کړي او له سمې لارې يې ډکولو ته کار کوو، بايد د مالي کال تر نيمايي ټول ډک شي.))

امين الله جواد چې له شاوخوا درېیو مياشتو يې ياده دنده پيل کړې، خواشيني څرګندوي چې په تېر کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سيمه ييزې ادارې لازم فعاليت نه دی کړی او دې کم کاري د ټولو ادارو پر فعاله کېدو منفي اغېزې کړې دي.

جواد له دې مخکې د ادارو د ریيسانو هوايي ارزونه او نومرې ورکول د بودجې د نه تطبيق عمده عامل يادوي او وايي چې اوسمهال يې د يادو کسانو حضوري ارزونه پيل کړې ده.

نوموړي وويل: ((د ارزيابي په بخش کې متاسفانه ډېرې زياتې ستونزې لرو؛ غير حضوري ارزيابي ګانې شوې او هوايي نومرې ورکول شوې دي. دا چې بودجه نه تطبيقېږي، يو عمده دليل يې دا دی چې کس کار نه کوي، خو نومره ټاپ وړي.))

بل لور ته د پکتيا ولايتي شورا هم د ادارو پر ياد وضعيت نيوکه کوي او وايي چې د تشکيل کموالی او خالي بستونه د رياستونو د کم کارۍ لوی لاملونه دي.

د يادې شورا غړی ممتاز کرخېل په دې برخه کې د ولايتي ادارې کمزوري هم بولي او ټينګار کوي چې د ځينو رياستونو د سرپرستانو پر ځای د رسمي رئيسانو د ګومارلو سربېره بايد د رڼې پروسې له لارې ياد بستونه ډک شي.

کرخېل پژواک ته وويل: ((اداره خپل کارونه نيم هم نه شي کولای، خدمات يې نيمګړي وي، لاسرسی نه شي کولای، چې پوښتنه وکړې، وايي تشکيل کم دی يا تشکيل شته، خو مامورين نلرو. تقريبا په هره اداره کې د مهمو برخو د کارکوونکو بستونه خالي دي.))

دغه راز مدني فعال لقمان حکيم وايي چې د وزګارتيا د لوړې کچې له امله ځوانان په سختو قاچاقي لارو بهرنيو هېوادونو ته ځي او ستونزې ګالي، خو په خبره يې په ولايتي ادارو او وزارتونو کې زرګونه بستونه خالي دي.

حکيم زياته کړه: ((زموږ ليسانس او ماسټر ځوانان سرګردانه ګرځي، خو په ادارو کې دې سلګونه او زرګونه بستونه خالي وي. دا ډېره د شرم خبره ده، مسوولې ادارې بايد په دې اړه جدي و اوسي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.