ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د جګړې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په جوزجان کې د جګړې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
25 Jan 2020 - 18:39
په جوزجان کې د جګړې له امله ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
25 Jan 2020 - 18:39

شبرغان (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): په جوزجان کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې، ۸ امنیتي منسوبین وژل شوي، پنځه منسوبین او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

د ولایت امنیه قوماندان سمونیار عبدالواحد وجدان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د شبرغان ښار په منګوټي کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته وشوه.

د هغه په خبره، په دغې جګړه کې چې یو ساعت یې دوام درلود، د ولسي پاڅون کوونکو ۸ غړي وژل شوي، پنځه نو ولسي پاڅون کوونکي او درې ملکیان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د شبرغان ښار ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.

وجدان یادونه وکړه چې په یاده جګړه کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو دقیق شمېر یې ورته معلوم نه دی.

په همدې حال کې، د سیمې یوه اوسېدونکي عبدالوهاب پژواک ته وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه په داسې حال کې ونښته چې طالبان د منګوټي کلي ته داخل شول او په یوه کوڅه کې یې ولسي پاڅون کوونکو ته کمین نیولی و.

هغه زیاته کړه چې د دغو ډزو په پایله کې سیمه ییزو خلکو ته هم زیان رسېدلی دى. د نوموړي د معلوماتو له مخې، درې مېرمنې ټپیانې شوې دي.

د جوزجان د عامې روغتیا استازي ډاکټر فرید عزیزي پژواک ته وویل چې نن سهار امنیتي ځواکونو د پنځو امنیتي ځواکو په ګډون د ۸  ټپیانو جسدونه چې  درې یې مېرمنې دي، روغتون ته ور وړي دي.

هغه زیاته کړه چې د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

د دغې پېښې په اړه وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ویلي.

د منګوټي کلی، د شبرغان- سرپل پر لویه لار پروت دی چې ډېری وخت د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په همدغه سیمه کې جګړه نښلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.