د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان سوداګر: پاکستان راسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي

افغان سوداګر: پاکستان راسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي

Jan 25, 2020 - 15:14

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت سوداګر وايي، پاکستان ورسره د اپټا تړون خلاف عمل کوي چې له امله يې سوداګر هره ورځ په لکونو افغانۍ زيان ویني.

اپټا تړون چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لاسليک شوی، له مخې يې افغان سوداګر کولی شي چې د کراچۍ بندر له لارې خپل سوداګريز توکي افغانستان ته را انتقال او له همدې لارې يې نورې نړۍ ته صادر کړي.

په تړون کې داسې ماده هم شته چې له مخې يې بايد پاکستاني مسوولين افغان سوداګرو ته زمينه برابره کړي چې له لسو ورځو په کمه موده کې خپل مالونه له کراچۍ بندره افغانستان ته را ورسوي.

خو اوس د ننګرهار ولايت سوداګر وايي چې پاکستان ورسره د دغه تړون خلاف عمل کوي او داسې هم شوي چې مالونه يې نږدې دوه مياشتې په پاکستان کې بند پاتې وي.

دوى وايي، سوداګريز مالونه له نورې نړۍ څخه په کانټينرونو کې راباروي چې که له لسو ورځو پرې زيات وخت اوړي نو په هر کانټينر له ۳۰ نيولې تر پنځوس ډالرو اضافه لګښت راځي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې مرستيال زلمي عظيمي وايي، په تېرو لسو کلونو کې چې د اپټا تړون شوی، ډېر کله پاکستاني چارواکو د دغه تړون خلاف عمل ورسره کړی دی.

هغه پژواک ته وويل، د تړون له مخې پاکستان بايد افغان سوداګرو ته زمينه برابره کړي چې لسو ورځو کې خپل سوداګريز مالونه د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي خو ډېر کله داسې شوي چې دا موده تر ۵۰ ورځو هم اوږده شوې ده.

نوموړی وايي، هر کال د همدې ستونزې له امله سوداګر ميليونونه افغانۍ زيان کوي، که مالونه هلته تم کېږي نو په کانټينر اضافي لګښت راځي او دغه راز اموال هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

دی زياتوي، يوه بله ستونزه چې سوداګرو ته پېښه شوې، د اپټا تړون له مخې بايد د افغان تجارانو د مالونو پنځه سلنه تشريح وشي خو اوس دا کچه ډير کله تر سل سلنه پورې رسېږي چې له امله يې د سوداګرو مالونه له لسو ورځو ډير وخت تېروي.

دی وايي، په ځلونو يې دا ستونزه د سوداګرۍ له وزارت او حتی ولسمشرۍ ماڼۍ سره شريکه کړې خو حکومت په دغه برخه کې هېڅ اقدام نه کوي.

په ننګرهار کې يو شمېر نورو سوداګرو هم له پژواک سره دا ستونزه شريکه کړې او غوښتنه يې کړې چې بايد حکومت د دې ستونزې د حل لپاره له پاکستاني چارواکو سره د اپټا تړون پر سر له سره غور وکړي.

حاجي محمد انور پژواک ته وويل، هر ځل چې د دوی مالونه پاکستان کې ځنډېدلي نو د کانټينر د اضافي لګښت ترڅنګ يې مالونو د ژر نه رسېدو په وجه هم خپل قيمت کم کړی دی.

د ننګرهار ولايت يو سوداګر حاجي وردګ شېرزاد وايي، دافغان د سوداګرو لپاره د پاکستان مارکیټ يو درد سر جوړ شوی دی، تل سوداګریزې اړیکې له سیاسي اړیکو سره تړي چې نور باید له داسې کارونو څخه لاس واخلي.

هغه پژواک ته وويل، که چېرته افغان تجاران همداسې وځورول شي، مجبورېږي چې د خپل تجارت لپاره نورې لارې وګوري. د پاکستان دا ډول چلند له افغان تجارانو سره هر وخت افغان سوداګر زیانمن کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مرستيال خان جان الکوزي پژواک ته وويل، د پاکستان حکومت بايد د اپټا تړون ته خپله ژمنتيا ثابته کړي او دغه راز دې افغان حکومت هم د خپلو سوداګرو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.

سوداګر اندېښنه لري، که ستونزه همداسې دوام وکړي نو ښايي ډېر پانګه وال خپلې سرمايې له افغانستان څخه وباسي او نور ځايونو کې سوداګريزې چارې ترسره کړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وياند سمير رسا پژواک اژانس ته وويل، تر اوسه دوی ته په دې تړاو سوداګرو کوم شکايت نه دی کړی خو دوی بيا هم د دې ستونزې د حل لپاره په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سوداګرۍ برخې اتشه سره موضوع شريکوي چې د يادې ستونزې د حل لپاره کار وکړي.

خو هغه دا ټينګار هم وکړ چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د ښه والي لپاره د دواړو هېوادونو د سوداګرو ګډه خونه هم په دې برخه کې کار کوي او ښايي د دې ستونزې لپاره يې هم هلې ځلې کړې وي.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دوى پر افغان سوداګرو او د هغوى پر توکو هېڅ ډول محدوديتونه نه دي وضع کړي.

د سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، پاکستان افغان صادروونکو ته اسانتياوې برابرې کړې او دغه کار اوس هم ادامه لري.

د پاکستان سفارت ويلي چې په ٢٠١٩ کال کې د هغه د تېر کال په پرتله پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې ١٩ سلنه زياتوالى راغلى دى.

په خبرپاڼه کې چې سفارت د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته خبر ورکړى چې د ترانزيټ سوداګرۍ د (اپټا) تړون د ٢١مې مادې له مخې، د ترانزيټ کارګو بايد د نړيوالو معيارونو کانټينرونو چې مهرلاک شوي وي، ولېږدول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking