د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ترکيه کې د زلزلې له امله ١٨ کسان مړه او تر ٥٠٠ ډېر ټپيان شوي

ترکيه کې د زلزلې له امله ١٨ کسان مړه او تر ٥٠٠ ډېر ټپيان شوي

Jan 25, 2020 - 10:55

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): د ترکيې په ختيځو سيمو کې د سختې زلزلې له امله ١٨ کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، دا زلزله چې پرون په ځايي وخت ماښام مهال شوې، د ريګټر په ٦،٨ درجې ثبت شوې چې له امله يې ګڼ شمېر کورونه  او ودانۍ نړېدلي دي.

د ترکيې د پېښو د مديريت ادارې مسوولينو ويلي چې مرستندوی ټيمونه ساحو ته لېږل شوي او د ترکيې د دفاع وزير ډاډ ورکړى چې پوځ هم د اړتيا پر مهال مرستو ته ور دانګي.

د دغه هېواد د روغتيا وزارت ويلي چې تر اوسه ١٨ جسدونه او تر ٥٠٠ زيات ټپيان بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي او کېداى شي د مرګ ژوبله شمېره لوړه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement