ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړيوال سازمان: په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمول بې معنا دي

د بښنې نړيوال سازمان: په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمول بې معنا دي

author avatar
25 Jan 2020 - 13:51
د بښنې نړيوال سازمان: په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمول بې معنا دي
author avatar
25 Jan 2020 - 13:51

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): د بښنې نړيوال سازمان په ټينګار سره ويلي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کمول بې معنا دي، بايد د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې بشپړ مخنيوى وشي.

یاد سازمان دا خبرې په داسې حال کې کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ له تېر يوه کال راهيسې پيل شوې خبرې پر همدې موضوع پاى ته نږدې شوې دي.

بلخوا افغان حکومت پر اوربند ټينګار کوي او وايي چې د تاوتريخوالي کمول عملي او حقوقي بڼه نه لري، خو طالبان او امريکا بيا د تاوتريخوالي پر کمولو خبرې کوي.

ويل کېږي چې طالبان او امريکا د لسو ورځو لپاره د تاوتريخوالي پر کمولو رضا شوي وو، خو اوس د امريکا ټينګار دا دى چې دا بايد دوامداره شي.

د بښنې نړيوال سازمان  له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې پر امريکا او طالبانو غږ شوی، د سولې په روانو خبرو کې بايد دا ژمنه وکړي چې د جګړې قوانینو ته به غاړه ږدي او پر ولسي وګړو به هر ډول بريدونه دروي.

سرچينې زياته کړې: "هغه نښتې چې يوه برخه يې پر ولسي وګړو بريدونه دي، د تاوتريخوالي اصطلاح پکې بې معنا ده. د تاوتريخوالي کمېدل د منلو وړ نه دي. امريکا او طالبان بايد د جګړې قوانينو ته ژمن وي او پر عامو افغانانو بريدونه پای ورسوي. "

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې پر عامو خلکو بريدونه لوړې کچې ته رسېدلي او د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر د راپور له مخې، د ٢٠١٩ کال په لومړيو نهو مياشتو کې په افغانستان کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د  سوېلي اسيا لپاره د بښنې نړيوال سازمان سيمه ييز مرستيال عمر وراج وايي: "تر هغه د سولې ادعاوې جدي نه نيول کېږي چې ښکېلې غاړې پر ولسي وګړو بريدونه ونه دروي. "

هغه زياته کړې، دوی باید د ولسي وګړو خوندیتوب ته ژمن وي او پر ولسي وګړو هر ډول بریدونه وارزول او عاملین یې محاکمه شي. د سولې خبرې باید په هر ډول شرطونو کې د مجازاتو د مصونیت مجوز ونه ګرځي په یاد رپوټ کې راغلو د دولت،‌ نړیوالو ځواکونو، طالبانو او نورو وسله والو ډلو له خوا ولسي وګړي په نښه کېږي.

په ياد راپور کې راغلي، طالبان او نورې وسله والې ډلې "قصداً جنګي جرمونه" کوي چې ان ښوونځي، او جوماتونه هم په نښه کوي.

د دغه رپوټ له مخې، دولت او نړیوال ځواکونه هم په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو د وژلو مسوول دي چې همدوی د "شپنیو عملیاتو" مسوولیت لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.