پل علم (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د کډو امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې په ازرې ولسوالۍ کې ١٦٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند څارمن شاپور احمدزي د سلواغې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کډو امنيتي ځواکونو تېره ورځ ناوخته د ازرې ولسوالۍ په اکبرخېلو سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ١٦٠ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
ده وويل چې د يادو نشه يي توکو په تور څوک نه دي نيول خو زياتوي: ((دغه چرس يې په ډېر مهارت په يوه ډاډسن موټر کې ځاى پرځاى کړو چې امنيتي ځواکونو کشف او ترلاسه کړل.))
دغه راز د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې قومي مشر بسم الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ په ازاده توګه چرس کرل کيږي.
دى وايي: ((زموږ د ولسوالۍ په اتيا سلنه ځمکه کې چرس کرل شوي دي، د مشرقي ولايتونو چرس هم همدې ولسوالۍ ته راځي او له دې ځايه بيا نورو سيمو ته انتقاليږي.))
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې نهه سوه کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن