د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کابل ښار کې د سون توکو نسبي بیې ۱۵ سلنه لوېدلې دي

په کابل ښار کې د سون توکو نسبي بیې ۱۵ سلنه لوېدلې دي

Jan 25, 2020 - 14:59

 

کابل (پژواک، ٥ سلواغه ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د تېلو، مایع ګاز او غوړیو بیې ټيټې شوې خو د سرو زرو بیې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو لېتر پټرلو بیه له ۵۰ افغانۍ څخه ۴۸ افغانۍ ته او د یو لېتر ډېزلو بیه بیا له ۴۸ څخه ۴۷ ته ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، د لارو له خلاصېدو او تېلو له واردېدو وروسته د یادو موادو بیې ټيټې شوې دي.

که څه هم د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ګاز په یوه بیه نه پلورل کېږي خو نن یې بیه د تېرو اوو ورځو په پرتله ټیټه شوې ده.

د کابل ښار د تایمني د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۹۰ افغانۍ څخه ۶۵ افغانیو ته را ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د پل پادشاه په سیمه کې یوه ګاز پلورونکي محمد ظریف وویل، نن د تېرو اوو ورځو په پرتله د یو کیلو مایع ګاز بیه له ۹۵ افغانۍ څخه ۸۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

دغه ګاز پلورونکي وايي چې د لارو خلاصېدو او د سون توکو د وارداتو ډېرېدو په کابل ښار کې د یادو موادو بیې ټيټې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو میاشتو کې په کابل ښار کې د مایع ګاز بیه تر ۷۰ سلنه ډېره لوړه شوې ده.

د روان کال د لېندۍ میاشتې په جریان کې د یو کیلو مایع ګاز بیه په ځينو ناحیو کې ۶۵ افغانۍ، په ځنیو ناحیو کې ۵۵ او په یو شمېر نورو ناحیو کې ۶۰ افغانۍ وه.

په خوراکي توکو کې یوازې د غوړیو بیې ټيټې شوې دي.

د کابل ښار د منډويي عمده پلورونکي محمد صمیم وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۳۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۸۰ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

خو نوموړي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلوري.

په ځینو مواردو کې د یو شمېر توکو عمده بیې له پرچون بیو سره لږ خو په ځینو نورو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د پنځوس کیلوګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۳۵۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په پرچون ډول په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیې لږ لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي بصیراحمد وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سرو زرو بیه له ۳۱۵۰ څخه ۳۲۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سرو زرو بیه له ۲۵۰۰ افغانۍ څخه ۲۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د ده په خبره، په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو د بیو لوړېدل په کابل ښار کې د سروز زرو له بیو سره اړیکه لري.

د کابل ښار د شهزاده سرای د صداقت صرافۍ مالک حاجي میر حسن وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۷۶.۹۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۸۶ افغانۍ پلورل کېږي.

د مرغومي په ۲۸ مه د یوه امریکايي ډالر بیه ۷۶.۷۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٤٨٣ افغانۍ بدلېدلې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement