د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کندهار کې هم د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې ده

کندهار کې هم د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې ده

Jan 25, 2020 - 12:25

کندهار (پژواک، ٥ سلواغه ۹۸): د کندهار د کرنې رييس وايي، په روان لمريز کال کې يې له ٢٣٣ ميليونه افغانيو ورکړل شوې بودجې څخه ٩٩،٦٧ سلنه لګولې ده.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

حفیظ الله وايي، په ورته توګه د کرنې په برخه کې همکارو موسسو هم د کندهار د کرنې د ودې لپاره ۳۶۰ ميليونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې وه چې پر بېلابېلو چارو یې لګولې ده.

نوموړي کرنه یو پراخ سکتور وګاڼه چې د کرنې، د کلیو پراختیا، د ښځو چارو، د چاپېریال ساتنې، اوبو رسونې ریاستونه او پوهنتون په کې شامل دي.

سیدي په دغه کال کې د یاد ریاست د عوایدو په اړه وویل چې د وزارت له خوا د یو میلیون افغانیو عاید هدف ورکړل شوی و خو دوی اته برابره یعنې ۸ میلیونه افغانۍ عواید لاس ته راوړي دي.

هغه د دغه ریاست له لوري د ترسره شوو عمده پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر کروندګرو ۱۱۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۴۰۰ مټریک ټنه کيمیاوي سره وېشلي دي.

دی وايي، د کندهار ښار او ولسوالیو د زرغون چاپېریال په موخه یې ۶۰زره بې مېوې نیالګي وېشلي او لګولي دي.

د دې ترڅنګ هغه په ولسوالیو کې د ۲ زره جریبه نوو باغونو د جوړولو خبر هم ورکړ چې په کې پیسته، انار، انګور او نورې مېوې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د زعفرانو ۱۱۰ نمایشي قطعې جوړې کړې چې د ښو حاصلاتو له کبله اوس ډېرو خلکو د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

د اوبو د مهارولو په اړه ده حفيظ الله، یوازې په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو ۸۳ کوچنۍ او لویې پروژې بشپړې شوې چې په کې د اوبو د زېرمه کولو خاورین حوضونه، چیک ډیمونه او نور شامل دي او دغه راز یې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ بېلابېلو ودانیزو پروژو د بشپړولو خبر ورکړ.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د ممیزو وچولو ۹۰ خونې، ۳۰ شنې خونې او د نباتي ناروغیو د تشخیص په موخه د لابراتوار لپاره ودانۍ هم جوړې شوې دي.

 

د مالدارۍ او فارمونو د ودې په برخه کې هغه د زون په کچه د کبانو د تولید د یوې لویې هیچړي جوړولو خبر هم ورکړ چې په دامان ولسوالۍ کې جوړه شوې او تر راتلونکو اوو میاشتو به په فعالیت پیل وکړي.

ترڅنګ یې ده یادونه وکړه چې د کبانو د روزنې فارمونو لپاره پر خلکو د کبانو ۱۶۰زره د کبانو بچي وېشل شوي دي.

سیدي په دغه کال کې د ګڼو نورو پروژو لکه ۱۵ زرو کروندګرو ته د وړتیاوو لوړولو ټريننګونه، پر ۵ زره کروندګرو د کرنې د لویو او کوچنیو وسایلو وېش، د انګورو د باغونو لپاره د ۲۵زره پایو وېش، د ځمکې لېول کولو د لسو پایو مشینرۍ وېش، د مچیو د ۲۵۰ صندوقونو وېشلو، پر مالدارانو د ۱۲۵۰ ټنه حیواني خوړو او ۲۰۰ وزو وېشل او نورو یادونه هم وکړه.

سیدي وویل، په کندهار کې د کرنې په برخه کې د لویو پروژو په لړ کې د ممیزو د پروسس یوه لویه ممیز خونه د ۳۰۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې چې ګټې اخیستنې ته چمتو ده.

دغه راز هغه د ۷۵۰ مټریک ټنه په وړتیا د یوې سړې خونې جوړېدل هم یاد کړل چې کارونه یې بشپړ شوي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

د کرنې رییس د ۱۳۹۹ لمریز کال لپاره د دغه ریاست د پلانونو او پروژو اړوند هم معلومات ورکړل.

نوموړي وویل، د کندهار د سېلو د بیا فعالولو د پروژې ډیزاین  شوی او د ترمیم عملي چارې به يې پیل شي.

دغه سېلو کلونه وړاندې جوړه شوې چې د جګړې په کلونو کې زیانمنه شوې او اوس سقوط ده.

دغه راز ده خبر ورکړ چې په همدغه کال کې به د کندهار ښار په ختیځه ځنډه کوکران سیمه کې د ۵ زره مټریک ټنه په وړتیا د یوې لویې سړې خونې جوړولو چارې بیا پیل شي چې د ځینو ستونزو له امله درېدلې وې.

دی وايي، په همدغه کال کې به په کندهار ښار او ولسوالیو کې د چرګانو ۷ فارمونه جوړ شي چې هر فارم به د ۵زره چرګانو د روزلو وړتیا ولري.

د دې ترڅنګ ده خبر ورکړ چې د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د ۴۰زره هکتاره څر ځایونو د احیا او ساتنې پروژه منظور شوې چې په همدغه کال کې به یې کار پيل شي.

دغه راز په همدغه کال کې پر ۵۰ جریبه ځمکه د خرما ونو د ترویج چارې پیلېږي، د بېلابېلو مېوو ۳ زره نوي باغونه جوړېږي او ۵۰ نورې ممیز خونې به جوړې شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking