ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې هم د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې ده

کندهار کې هم د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې ده

author avatar
25 Jan 2020 - 12:25
کندهار کې هم د زعفرانو کښت ښه نتیجه ورکړې ده
author avatar
25 Jan 2020 - 12:25

کندهار (پژواک، ٥ سلواغه ۹۸): د کندهار د کرنې رييس وايي، په روان لمريز کال کې يې له ٢٣٣ ميليونه افغانيو ورکړل شوې بودجې څخه ٩٩،٦٧ سلنه لګولې ده.

نوموړي دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.

حفیظ الله وايي، په ورته توګه د کرنې په برخه کې همکارو موسسو هم د کندهار د کرنې د ودې لپاره ۳۶۰ ميليونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې وه چې پر بېلابېلو چارو یې لګولې ده.

نوموړي کرنه یو پراخ سکتور وګاڼه چې د کرنې، د کلیو پراختیا، د ښځو چارو، د چاپېریال ساتنې، اوبو رسونې ریاستونه او پوهنتون په کې شامل دي.

سیدي په دغه کال کې د یاد ریاست د عوایدو په اړه وویل چې د وزارت له خوا د یو میلیون افغانیو عاید هدف ورکړل شوی و خو دوی اته برابره یعنې ۸ میلیونه افغانۍ عواید لاس ته راوړي دي.

هغه د دغه ریاست له لوري د ترسره شوو عمده پروژو په اړه هم معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې پر کروندګرو ۱۱۰۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او ۴۰۰ مټریک ټنه کيمیاوي سره وېشلي دي.

دی وايي، د کندهار ښار او ولسوالیو د زرغون چاپېریال په موخه یې ۶۰زره بې مېوې نیالګي وېشلي او لګولي دي.

د دې ترڅنګ هغه په ولسوالیو کې د ۲ زره جریبه نوو باغونو د جوړولو خبر هم ورکړ چې په کې پیسته، انار، انګور او نورې مېوې شاملې دي.

نوموړی زیاتوي، د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې یې د زعفرانو ۱۱۰ نمایشي قطعې جوړې کړې چې د ښو حاصلاتو له کبله اوس ډېرو خلکو د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.

د اوبو د مهارولو په اړه ده حفيظ الله، یوازې په ارغستان ولسوالۍ کې د اوبو مهارولو ۸۳ کوچنۍ او لویې پروژې بشپړې شوې چې په کې د اوبو د زېرمه کولو خاورین حوضونه، چیک ډیمونه او نور شامل دي او دغه راز یې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۳ بېلابېلو ودانیزو پروژو د بشپړولو خبر ورکړ.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د ممیزو وچولو ۹۰ خونې، ۳۰ شنې خونې او د نباتي ناروغیو د تشخیص په موخه د لابراتوار لپاره ودانۍ هم جوړې شوې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.