جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو له لوري په ياده ولسوالۍ کې له وسله والو د پاتې سيمو د نيولو لپاره دويمه برخه عمليات پيل شوي دي.
چارواکي دغه راز د يادو عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ډلې د نهو کسانو د مرګ ژوبلې خبر هم ورکوي.
له دې مخکې په ياده ولسوالۍ کې ګډو افغان ځواکونو عمليات ترسره کړي وو چې له شاوخوا پنځلسو کلونو وروسته يې د ولسوالۍ لاره له وسله والو پاکه کړې وه.
له دغو عملياتو وروسته خلکو اندېښنه درلوده چې امنيتي ځواکونو يوازې د لارې د خلاصون لپاره عمليات ترسره کړل خو د کليو د پاکولو لپاره هېڅ پلان موجود نه دی.
تازه د ننګرهار ولايتي ادارې خبر ورکړ چې په شېرزادو کې يې د پاتې سيمو د نیولو لپاره هم د ملي اردو په مشرۍ عمليات پيل کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د سلواغې په ۵مه پژواک ته وويل، د تېرو عملياتو له ترسره کېدو وروسته د ځنډ لامل د لويې لارې او د ولسوالۍ د مقام په شاوخوا کې د پوستو جوړېدل و چې هغه چارې بشپړې شوې او اوس به امنيتي ساحې د ولسوالۍ تر هر کونجه ورسېږي.
هغه زياته کړه: ((تازه پيل شوي عمليات د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ دي چې ملي پوليس، عامه نظم ځواکونو او نور افغان امنيتي ځواکونه به يې ملتيا کوي د ولسوالۍ پاتې سيمې به له وسله والو پاکېږي او ساتل کېږي به.))
دی وايي، د ولسوالۍ د دايمي امنيت لپاره د سيمه ييزې اردو يو ټولی تر روزنې لاندې دی او کله چې عمليات پای ته رسېږي هلته به د سيمه ييزې اردو يوه لويه قرارګاه جوړيږي چې ياد ټولی په کې ځای پر ځای شي او دا ولسوالي وساتي.
په همدې حال کې په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي هم پژواک ته وويل چې دغه عمليات به په دې ولسوالۍ کې د وسله والو د بشپړ ځپلو تر وخته دوام ولري.
نوموړي وويل، له دې مخکې هم د دې ولسوالۍ د لويې لارې د نيولو او امن کولو لپاره عمليات شوي وو چې د لارې په اوږدو کې څو امنيتي بېزونه او يو شمېر پوستې هم جوړې شوې دي.
ده زياته کړه، په تېرو څلروېشت ساعتونو کې امنيتي ځواکونو د وسله والو د وسلو يوه زېرمه هم کشف کړې او دغه راز يې د سرې قطعې ۴ وسله وال وژلي او ۵ نور يې ټپيان کړي دي.
په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال اجمل عمر غوښتنه کوي چې د عملياتو پرمهال د ملکي خلکو مرګ ژوبلې مخنيوی وشي او دغه راز د عامه تاسيساتو د ړنګولو مخه هم ونيول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن