ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ لسګونو اوسېدونکو پر ملکي وګړو  د هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ

د بلخ لسګونو اوسېدونکو پر ملکي وګړو د هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ

author avatar
26 Jan 2020 - 18:17
د بلخ لسګونو اوسېدونکو پر ملکي وګړو  د هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ
author avatar
26 Jan 2020 - 18:17

مزارشريف (پژواک، ۶سلواغه  ۹۸): د بلخ ولايت لسګونو اوسېدونکو د هغه هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ چې په کې ۷ ملکيان وژل شوي دي.

دغه بريد تېره شپه شوی او تر اوسه يې هم سيمه ييزو چارواکو د څرنګوالي په اړه رسنيو ته ځواب نه دی ورکړی، خو دفاع وزارت وايي چې د بريد د څرنګوالي معلومولو په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.

دغه هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې ۴ ښځې او ۳ ماشومان په کې شامل دي.

۶۰ کلن عبدالغني د هغې کورنۍ مشر دی چې د هوايي بريد له امله يې ۷ غړي وژل شوي دي.

هغه په داسې حال کې چې سلګيو نيولی و، له حکومته يې د پېښې عاملينو ته د سزا غوښتنه کوله او ويې ويل: ((ماښام و، د کور مېرمنو د شپې لپاره خواړه تيارول، ماشومانو په حوېلۍ کې لوبې کولې چې طياره راغله، بم يې راواچاوه او کور مې له خاورې سره خاورې شو.))

هغه وايي، له يوې اونۍ راهيسې يې په کلي کې طالبان او يا هم د حکومت نور مخالفين موجود نه وو، ځکه د افغان ځواکونو د عملياتو له امله له سيمې تښتېدلي وو.

د دغې پېښې په غبرګون کې زيات شمېر خلک د بلخ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو.

دوی د پېښې د څو تنو قربانيانو جنازې هم د اعتراض په ډول د بلخ ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ته راوړې وې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد معترضينو ته په خبرو کې وويل، بلخ کې سياسي لوبه روانه د، چې په قرباني يې له ولسه اخلي.

هغه زياته کړه، حکومتي ځواکونه بايد له ټولو هغو چارو په کلکه ډډه وکړي، چې له امله يې د خلکو او دولت تر منځ واټن نور هم زياتېږي.

ده وويل: ((خلک نه پوهېږي چې دا عمليات د چا پر ضد روان دي، تاسې دا جنازې وګورئ، چې دا طالبان دي او که ټول ښځې او ماشومان دي، دا وضعيت به ښې پايلې ونه لري)).

د همدرد په خبره، له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په بلخ کې له يوه ځانګړي قوم سره سياسي لوبه روانه ده چې له امله يې عام خلک قرباني کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.