ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سليمان لايق ١٢ شعري او نثري ټولګې چاپ شوې

د سليمان لايق ١٢ شعري او نثري ټولګې چاپ شوې

author avatar
26 Jan 2020 - 18:24
د سليمان لايق ١٢ شعري او نثري ټولګې چاپ شوې
author avatar
26 Jan 2020 - 18:24

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨):د ستر شاعر او ليکوال اکاډميسين سليمان لايق دولس شعري او نثري ټولګې په يو ځل چاپ شوې.

په دې شعري ټولګو کې ١٠ په پښتو او ٢ په دري ژبه دي چې په کابل کې د عازم انتشاراتو (خپرندويه ټولنې) له خوا خپرې شوې دي.

"ساحل (څلوريزې) "، "کيسې او زمانې"، "کېږدۍ"، "د غلامانو سرود"، "چونغر"، "سندري په سويو واټونو کې"، "سپرغکې (څلوريزې) "، "يادونه او درمندونه" يې پښتو منظوم او "د اباسين سپېدې (کيسې) "، "غرونه او کساتونه (رومان) " يې پښتو نثري مجموعې دي.

دغه راز "عقاب ګمشده "او "بادبان" يې دري شعري ټولګې دي. په دغو کتابونو کې يواځې "عقاب ګمشده" تردې مخکې نه و چاپ.

د سليمان لايق زوى غرزي لايق پر دې کتابونو ليکنه کړې او په کې يې ويلي: د سليمان لايق د پښتو آثارو غونډ چې د يوې موظفې شوې کارپوهې ډلې له خوا راټول شوي، له يو کلن کار او پلټنې څخه وروسته، دا دى اوس د يو البوم په څېر د مينه والو لپاره وړاندې کېږي. د دې غونډ ځانګړتيا په دې کې ده چې تر ممکنه حده زيار ايستل شوى څو د چاپ د اوسنيو نويو غوښتنو پر بنياد او له تېروتنو پرته يوه بې سارې مجموعه افغاني ټولنې ته وړاندې شي.

ده زياته کړې، د دې غونډ راټولولو او خپرولو له هغې ورځنۍ اړتيا څخه سرچينه واخيسته، کومه چې د ليکوال د آثارو د نه پيدا کېدو په نتيجه کې رامنځ ته شوې وه. د ادبي او روزنيزو مرکزونو او د هېواد د هنر او ادب لېوالو د پرله پسې غوښتنو دا ضرورت رامنځ ته کړ چې د سليمان لايق ټول خپاره شوي پښتو ادبي آثار په همدې اوسنۍ بڼه د يو نوښت په څېر د ده د کلام مينه والو ته ورسېږي.

د هغه په وينا، په دې نوي چاپ کې تر هر څه وړاندې هغو نيمګړتياوو او نشراتي تېروتنو ته پاملرنه شوې ده چې په لومړنيو چاپونو کې د زمان او مکان او د چاپ د تخنيکي ناشونتياوو په تقصير يې د آثارو اصالت او کيفيت ته زيان ورپېښ کړى و. د دې لپاره چې د تېروتنو او نيمګړتياوو مخنيوى شوى وي، د آثارو پروف څو ځله له ليکوال سره ليدل شوى او لازمې سمونې په کې شوې دي.

٩٠ کلن لايق نږدې پنځه مياشتې مخکې (د وږي په ١٤مه) د کابل ښار په شش درک سيمه کې ځانمرګى بريد وشو چې سليمان لايق په خپل موټر کې د تېرېدلو پرمهال په کې ټپي شو. تر هغه وروسته دى هند ته او بيا جرمني ته د درملنې لپاره ولېږدول شو. اوس نوموړى په همدې هېواد کې دى.

دى چې يو مهال د قومونو او قبايلو چارو وزیر هم پاتې شوی دی، اوسمهال د علومو اکاډمي علمي سلاکار دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.