ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرخان بندر سوداګرو ټولنې غړي وايي، پولیس او طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي

د شېرخان بندر سوداګرو ټولنې غړي وايي، پولیس او طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي

author avatar
26 Jan 2020 - 15:38
د شېرخان بندر سوداګرو ټولنې غړي وايي، پولیس او طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي
author avatar
26 Jan 2020 - 15:38

کندوز ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): د کندوز د شېر خان بندر د سوداګرو اتحاديې غړي شکايت کوي چې د دغه بندر د ګمرک پوليس او د لارې په اوږدو کې وسله وال طالبان ترې غير قانوني پيسې اخلي او له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

د شېرخان بندر د سوداګرو اتحاديې رييس سيد مجتبى هاشمي د سلواغې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غير قانوني پيسو اخيستو له امله په دې وروستيو کې په دغه بندر کې د سوداګرۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه وايي: ((د شېر خان بندر د ګمرک پوليس او د لارې په اوږدو کې طالبان له سوداګرو زرګونه افغانۍ غير قانوني پيسې اخلي چې دغه کار د سوداګرۍ پر چارو بدې اغېزې کړې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پخوا به دغه بندر ته يواځې د ورځې تر زر ټنه ډېر سيخ ګول، سمنټ او نور شيان راتلل خو اوس دا هر څه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

ده ادعا وکړه چې پخوا به طالبانو د لارې په اوږدو کې له هر موټره شپږ سوه افغانۍ د ماليې په نوم اخيستې خو اوس يې دغه کچه لس زره افغانيو ته لوړه کړې ده.

هاشمي زياتوي: ((دغه کار سخت له ستونزو سره مخ کړي يو، زموږ دغه مشکل بايد حل شي.))

بل لور ته موټر چلوونکي هم د غير قانوني پيسو اخيستو له امله شکايت کوي.

د کندوز- شېر خان بندر لويې لارې يوه موټر چلوونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت طالبان د الچين پله په سيمه کې ولاړ وي او لويو موټرو ته د ګمرک پارچې ورکوي.

هغه وايي: ((طالبان په لار کې ولاړ وي، له پنځو تر لسو زرو پورې له لويو موټرو څخه اخلي، پنځه سوه روپۍ د ګمرک پوليس اخلي، موږ ترانزيټي مالونه راوړو، هېڅوک حق نه لري له موږ څخه پيسې واخلي.))

بل موټر چلوونکي شفيق هم ورته شکايت وکړ او ويې ويل، که چېرې دغه مشکل نه شي، دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

پژواک د طالبانو د ګمرکي پارچې يوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.

د دې پارچې په سر کې ليکل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت، د اقتصادي او مالي چارو کمېسيون د ګمرکاتو رياست.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.