ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو په موخه عمليات پيل شوي

د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو په موخه عمليات پيل شوي

author avatar
26 Jan 2020 - 15:43
د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو ځپلو په موخه عمليات پيل شوي
author avatar
26 Jan 2020 - 15:43

مهترلام (پژواک، ۶ سلواغه ۹۸): د لغمان چارواکي وايي، د دغه ولايت اليشنګ ولسوالۍ کې يې د وسله والو ځپلو په موخه د ګډو افغان ځواکونو له لوري عمليات پيل کړل.

چارواکي وايي، عمليات نن سهار د پيل شوي او مشري يې په دغه ولايت کې مېشت د ملي اردو ځواکونه کوي.

بلخوا د پوځ چارواکي وايي، له عملياتو وروسته به د سيمو د ډاډمن او تل پاتې امنيت په موخه به يو شمېر نوې پوستې جوړې شي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولت زي د سلواغې په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لیوا په مشرۍ د ګډو افغان ځواکونو له لوري د موج سېلاب یو نمبر ۱۲ په نوم د وسله والو د ځپلو او له دوی څخه د ګڼو سیمو د خلاصون په موخه عملیات پیل شول.

دی وايي، د دغو عملیاتو موخه سیمې له وسله والو پاکول او خلکو ته د ډاډمن امنیت فضا حاکمول دي او زياتوي چې تر دې دمه يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي دي.

بلخوا په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، له عملياتو وروسته به د سيمو د دايمي امنيت لپاره به درې دايمي پوستې جوړې شي.

دی وايي، په دغو پوستو کې به ملي او سيمه ييز پوليس ځای پر ځای شي چې له عملياتو وروسته به سيمې له وسله والو ساتي.

عام خلک هم خوښ دي چې دغلته د امنيت د ټينګښت لپاره عمليات پيل شوي دي.

عبيدالله د اليشنګ ولسوالۍ يو ځايي اوسېدونکی دی.

دی وايي، وسله والو د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او ډېر کله د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ د جګړو له امله عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

وسله والو تر اوسه د دغو عملياتو د پيل په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.