ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند حکومت ډاکټر ناکامورا ته عالي دولتي مډال اعلان کړ

د هند حکومت ډاکټر ناکامورا ته عالي دولتي مډال اعلان کړ

author avatar
26 Jan 2020 - 15:40
د هند حکومت ډاکټر ناکامورا ته عالي دولتي مډال اعلان کړ
author avatar
26 Jan 2020 - 15:40

کابل (پژواک، ٦ سلواغه٩٨): د هندوستان حکومت په افغانستان کې وژل شوي جاپاني ډاکتر تيتسو ناکامورا ته د ستر دولتي مډال ورکولو اعلان کړى دى.

د هندوستان حکومت هر کال د سلواغې په ٦مه د خپلې ملي ورځې په وياړ هغو کسانو ته چې د ژوند په  بېلابېلو برخو کې يې د پام وړ فعاليتونه کړي دي، د (پادام شري) عالي دولتي مډال ورکوي.

د حکومت له خوا پرون ١٤١ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې د شوو فعاليتونو له امله د دغه مډال ورکړه اعلان شوه چې په کې د ډاکټر ناکامورا نوم هم شته.

هندوستان په ١٩٥٤ زېږديز کال کې د دغه مډال د ورکړې پيل کړى او تر اوسه يې ٢٨٤٠ کسانو دغه مډال ترلاسه کړى دى.

د يو بل خبر له مخې، پرون په جاپان کې د ډاکتر ناکامورا په ياد يوه غونډه جوړه شوې وه چې په کې شاوخوا پنځو زرو کسانو ګډون کړی و.

د هغه ٣٦ کلن زوى کين ناکامورا دغې غونډې ته ويلي: ((زما پلار او ټولې کورنۍ غوښتل چې ټول افغانستان له شنو باغونو، ونو، بوټو او شنو فصلونو ډک کړو.))

په جاپان کې د افغانستان سفير بشير محب چې په ياده غونډه کې يې ګډون کړى ووايي، ډاکتر ناکامورا يې د افغانانو اتل ياد کړ.

په دغو مراسمو کې د ناکامورا او د هغه د پنځو وژل شوو افغان ملګرو عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

ډاکټر ناکامورا څوک و؟

٧٣ کلن ډاکټر تيتسو ناکامورا لومړى په کوزه پښتونخوا پېښور ښار کې يو روغتون جوړ  کړى و چې د افغان کډوالو ترڅنګ یې په کې د ځايي اوسېدونکو درملنه هم کوله.

هغه شاوخوا  ٢٥ کاله مخکې ننګرهار ولايت ته راغلى او هلته يې د پي اېم اېس جاپانۍ موسسې له خوا  د بيارغونې کارونه پيل کړل. نوموړي په ياده موده کې په ننګرهار ولايت کې د لسګونه ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د بيارغونې کارونه کړي چې ډېرى برخه يې د اوبو، کرنې، روغتيا او پوهنې په برخو کې کړي دي.

ولسمشر اشرف غني څو کاله مخکې د ښو کارونو او فعاليتونو په وياړ ډاکتر ناکامورا ته د افغانستان افتخاري تابعيت هم ورکړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.