د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ لسګونو اوسېدونکو پر ملکي وګړو د هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ

د بلخ لسګونو اوسېدونکو پر ملکي وګړو د هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ

Jan 26, 2020 - 18:17

مزارشريف (پژواک، ۶سلواغه  ۹۸): د بلخ ولايت لسګونو اوسېدونکو د هغه هوايي بريد په غبرګون کې لاريون وکړ چې په کې ۷ ملکيان وژل شوي دي.

دغه بريد تېره شپه شوی او تر اوسه يې هم سيمه ييزو چارواکو د څرنګوالي په اړه رسنيو ته ځواب نه دی ورکړی، خو دفاع وزارت وايي چې د بريد د څرنګوالي معلومولو په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.

دغه هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې ۴ ښځې او ۳ ماشومان په کې شامل دي.

۶۰ کلن عبدالغني د هغې کورنۍ مشر دی چې د هوايي بريد له امله يې ۷ غړي وژل شوي دي.

هغه په داسې حال کې چې سلګيو نيولی و، له حکومته يې د پېښې عاملينو ته د سزا غوښتنه کوله او ويې ويل: ((ماښام و، د کور مېرمنو د شپې لپاره خواړه تيارول، ماشومانو په حوېلۍ کې لوبې کولې چې طياره راغله، بم يې راواچاوه او کور مې له خاورې سره خاورې شو.))

هغه وايي، له يوې اونۍ راهيسې يې په کلي کې طالبان او يا هم د حکومت نور مخالفين موجود نه وو، ځکه د افغان ځواکونو د عملياتو له امله له سيمې تښتېدلي وو.

د دغې پېښې په غبرګون کې زيات شمېر خلک د بلخ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته راټول شوي وو.

دوی د پېښې د څو تنو قربانيانو جنازې هم د اعتراض په ډول د بلخ ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ ته راوړې وې.

په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ګل رحمان همدرد معترضينو ته په خبرو کې وويل، بلخ کې سياسي لوبه روانه د، چې په قرباني يې له ولسه اخلي.

هغه زياته کړه، حکومتي ځواکونه بايد له ټولو هغو چارو په کلکه ډډه وکړي، چې له امله يې د خلکو او دولت تر منځ واټن نور هم زياتېږي.

ده وويل: ((خلک نه پوهېږي چې دا عمليات د چا پر ضد روان دي، تاسې دا جنازې وګورئ، چې دا طالبان دي او که ټول ښځې او ماشومان دي، دا وضعيت به ښې پايلې ونه لري)).

د همدرد په خبره، له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په بلخ کې له يوه ځانګړي قوم سره سياسي لوبه روانه ده چې له امله يې عام خلک قرباني کېږي.

د بوکې کلي قومي مشر غلام حضرت ماما پژواک ته وويل، خلک نور له جګړو او وژنو ستړي شوي دي او له ولسمشره غواړي چې په هېواد کې د ملکي تلفاتو مخه ونيسي.

دى زياتوي: ((خلک له شخصي خصومتونو او شخصي حکومتونو څخه تر پزې راغلي، رئيس جمهور نه د دا ډول پېښو د مخنيوي غوښتنه کوو. که په زور حکومت کېدلی، نو تېر حکومتونه به پاتې شوي وای)).

هغه وايي، حکومت بايد ژر تر ژره د يادې پېښې عاملينو ته جزا ورکړي.

چارواکو تر اوسه په دې تړاو هم معلومات نه دي ورکړي، چې دغه پېښه افغان ځواکونو کړې که بهرنيو ځواکونو.

ورته مهال له دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادې پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره يې پلاوی ټاکلی دی.

د اعلاميې په حواله، که ثابته شي چې په هوايي بريد کې ملکيانو ته زيان اوښتی، نو دفاع وزارت به يې په جدي او قانوني توګه تعقيب کړي.

له يوې اوونۍ را په دېخوا بلخ کې د شاهين په نوم پوځي عمليات پيل شوي دي.

افغان چارواکي په دغو عملياتو کې ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو طالبان بيا خپل لور ته د تلفاتو اوښتو خبره نه مني.

له دې سره د بلخ خلک له حکومت او طالبانو غواړي چې په روانو جګړو کې دې د ملکيانو د سر او مال خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking