د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د شېرخان بندر سوداګرو ټولنې غړي وايي، پولیس او طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي

د شېرخان بندر سوداګرو ټولنې غړي وايي، پولیس او طالبان ترې ناقانونه پیسې اخلي

Jan 26, 2020 - 15:38

کندوز ښار (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): د کندوز د شېر خان بندر د سوداګرو اتحاديې غړي شکايت کوي چې د دغه بندر د ګمرک پوليس او د لارې په اوږدو کې وسله وال طالبان ترې غير قانوني پيسې اخلي او له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

د شېرخان بندر د سوداګرو اتحاديې رييس سيد مجتبى هاشمي د سلواغې په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د غير قانوني پيسو اخيستو له امله په دې وروستيو کې په دغه بندر کې د سوداګرۍ چارې ټکنۍ شوې دي.

هغه وايي: ((د شېر خان بندر د ګمرک پوليس او د لارې په اوږدو کې طالبان له سوداګرو زرګونه افغانۍ غير قانوني پيسې اخلي چې دغه کار د سوداګرۍ پر چارو بدې اغېزې کړې دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پخوا به دغه بندر ته يواځې د ورځې تر زر ټنه ډېر سيخ ګول، سمنټ او نور شيان راتلل خو اوس دا هر څه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

ده ادعا وکړه چې پخوا به طالبانو د لارې په اوږدو کې له هر موټره شپږ سوه افغانۍ د ماليې په نوم اخيستې خو اوس يې دغه کچه لس زره افغانيو ته لوړه کړې ده.

هاشمي زياتوي: ((دغه کار سخت له ستونزو سره مخ کړي يو، زموږ دغه مشکل بايد حل شي.))

بل لور ته موټر چلوونکي هم د غير قانوني پيسو اخيستو له امله شکايت کوي.

د کندوز- شېر خان بندر لويې لارې يوه موټر چلوونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې ډېرى وخت طالبان د الچين پله په سيمه کې ولاړ وي او لويو موټرو ته د ګمرک پارچې ورکوي.

هغه وايي: ((طالبان په لار کې ولاړ وي، له پنځو تر لسو زرو پورې له لويو موټرو څخه اخلي، پنځه سوه روپۍ د ګمرک پوليس اخلي، موږ ترانزيټي مالونه راوړو، هېڅوک حق نه لري له موږ څخه پيسې واخلي.))

بل موټر چلوونکي شفيق هم ورته شکايت وکړ او ويې ويل، که چېرې دغه مشکل نه شي، دوى به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

پژواک د طالبانو د ګمرکي پارچې يوه کاپي هم ترلاسه کړې ده.

د دې پارچې په سر کې ليکل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت، د اقتصادي او مالي چارو کمېسيون د ګمرکاتو رياست.

دغه راز په پارچه کې د پيسو کچه، د شخص او جنس نومونه هم ليکل شوي او په پاى کې يې د واټس اپ او تيلګرام شمېرې هم ورکول شوې او په کې غوښتنه شوې چې د ستونزو پر مهال له يادو شمېرو سره دې اړيکه ونيول شي.

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير پژواک ته وويل، دوى تر اوسه داسې کوم اسناد نه دي ترلاسه کړي چې طالبان دې د سړک پر سر ولاړ وي او له موټر چلوونکو دې پيسې واخلي.

هغه وايي: ((موږ په دې اړه پلټنې کوو او د سوداګرو د ستونزو په اړه له هغوى سره کېنو څو ستونزو ته يې د حل يوه لار پيدا کړو.))

قوماندان د پوليسو د غير قانوني پيسو اخيستو په اړه وويل: ((په دې اړه هم پلټنې کوو که څوک مو پيدا کړل نو عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارو څو د خپلو اعمالو سزا ورکول شي.))

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د يادې موضوع په اړه معلومات کوي او بيا به يې له پژواک سره شريک کړي.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د شېر خان بندر سوداګرو د لارې په اوږدو کې د غير قانوني پيسو له اخيستو شکايتونه کړي وو خو تر اوسه يې دغه ستونزه نه ده هواره شوې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking