ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستيال نيول شوی

د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستيال نيول شوی

author avatar
26 Jan 2020 - 14:32
د میدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستيال نيول شوی
author avatar
26 Jan 2020 - 14:32

کابل (پژواک، ٦ سلواغه ٩٨): د ملي امنيت عمومي رياست وايي چې د ميدان وردګو د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مرستيال په ګډون پنځه کليدي طالبان نيولي دي.

د ملي امنيت له رياسته د سلواغې په ٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه رياست ځانګړو ځواکونو د جلرېز ولسوالۍ په احمدخېل او محمد نورخېل سيمو کې  د وسله والو طالبانو پر قرارګاه عمليات ترسره کړل.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو په ترڅ د جلرېز ولسوالۍ لپاره د طالبانو د استخباراتو د مرستيال او د عشر او ذکات د مسوول په ګډون پنځه مهم طالبان له يو شمېر نظامي وسايلو سره نيولي دي.

په خبرپاڼه کې د دغو کسانو د نيولو نېټې ته اشاره نه ده شوې.

وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.