ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې يوه اووه کلنه ماشومه نجلۍ وژل شوې

author avatar
26 Jan 2020 - 16:30
author avatar
26 Jan 2020 - 16:30

خوست ښار (پژواک،۶ سلواغه ۹۸): د خوست عليشېرو ولسوالۍ اړوند د بټۍ د سيمې کوچيان وايي، چې د لنډرو قوم اوسېدونکو يې يوه اووه کلنه ماشومه پر ډزو وژلې ده.

د هغوی په وينا، دا پېښه تېره ورځ مازديګر ددغه ولايت د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د سادکو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د معلوماتو له مخې، ددغو دوو قومونو ترمنځ له تېرو څو کلونو راهيسې د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د بټۍ په سيمه کې د يوې اندازې ځمکې او غره د ملکيت پرسر لانجه روانه ده.

د عبدالرحمن په نوم د کوچيانو يوتن قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لنډرو د قوم اوسېدونکي په لويه لار کې له وسلو سره درېږي او کوچيانو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

نوموړي زياته کړه، پرون مازديګر د کوچيانو يو څو موټر پردې لاره روان وو، چې د لنډرو قوم وسله والو کسانو پرې ډزې وکړې، چې له امله يې يوه اووه کلنه ماشومه ځای پر ځای ووژل شوه او نن سهار يې جنازه ترسره شوه.

دی وايي: ((دغه ځمکه باندې زموږ لانجه ده، چې لږه خبره راپورته شي دوی بيا په سړک باندې ولاړ وي. دې باندې حکومت هيڅ کار نه دی کړی، ولسوالۍ هم په جريان کې ده او دوی موږ ته د حکومت په لوی سړک کې تل ولاړ وي.))

د لنډرو د قوم يوتن قومي مشر مال الدين بيا پژواک اژانس ته وويل چې دوی د يادې ځمکې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ قباله په لاس لري او کوچيان يې په غير قانوني ډول د نيولو هڅه کوي.

هغه وويل، کوچيانو پرون په ياده سيمه کې چې په اصل کې د دوی ملکيت دی، د کلينيک جوړولو لپاره سمنټ وړل، چې ياده نښته رامنځته شوه.

دى زياتوي: ((دوی زموږ په سيمه کې په زور کلينيک جوړوي، موږ يې ورکوو نه. موږ ورته وايو تر هغه يې د جوړولو اجازه نه درکوو، چې په حکومت دې راسره کتلې نه وي، دوی همغه د زور خبره کوي.))

ورته مهال د عليشېرو ولسوالۍ ولسوال مجيب الرحمن پژواک ته وويل چې دوی د رامنځته شوې پېښې په سيمه کې دي او د جزيياتو په راټولو بوخت دي.

بل خوا د خوست د والي وياند طالب منګل هم له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د پېښې د تائيد ترڅنګ سيمې ته د پلاوي د تګ خبر ورکوي، خو وايي چې نور جزييات به وروسته په ډاګه شي.

له دې وړاندې د خوست والي محمدحليم فدايي ويلي و، چې قومي شخړو په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروژو د تطبيق پروړاندې ستر خنډ  جوړ کړی دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.