د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کې د یوه کور اووه غړي هوايي بمبار کې وژل شوي

کې د یوه کور اووه غړي هوايي بمبار کې وژل شوي

Jan 26, 2020 - 11:47

مزارشريف (پژواک، ۶ سلواغه ۹۸): ځايي اوسېدونکي وايي چې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په بوکې کلي کې د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي دي.

ځايي خلک وايي چې دغه بريد تېر ماښام شوی او له امله یې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بوکې کلي اوسېدونکي حاجي شاه محمد د سلواغې په ٦مه پژواک اژانس ته وويل چې تېر ماښام شپږ بجې شاوخوا دوه الوتکې راغلې او پر دغه کلي يې بمونه وغورځول.

د هغه په خبره، يو بم د استوګنې پر يوه کور ولګېد چې له امله يې ۷ ملکي وګړي ووژل شول.

دغه قومي مشر وايي چې وژل شوي کسان ټول ښځې او ماشومان دي.

په ورته مهال د دې کورنۍ يوه پاتې غړي لعل محمد پژواک ته وويل چې په وژل شوو کې ۶ مېرمنې او یو ماشوم شامل دي.

ده زياته کړه: ((په سيمه کې مو نه طالبان وو او نه هم د دولت نور مخالفين، الوتکې راغلې او په کور يې بم را وغورځاوه، کور مو کنډواله شو او موږ برباد شوو.))

په بلخ کې له تېرې اوونۍ راهيسې د طالبانو پر ضد پراخ تصفيوي عمليات پيل شوي دي.

شاهين قول اردو په دغو عملياتو کې ګڼو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

په ورته مهال د بلخ سيمه ييز امنيتي چارواکي په بلخ ولسوالۍ کې د ملکيانو د وژلو په تړاو د جزئياتو له ورکولو ډډه کوي.

له دې سره نن سهار د ملي امنيت شورا مشاور حمدالله محب هم د شمال د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه مزارشريف ته رسېدلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement