ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نا امنيو له امله د کونړ نږدې ٤٠زره ماشومان له واکسين بې برخې دي

د نا امنيو له امله د کونړ نږدې ٤٠زره ماشومان له واکسين بې برخې دي

author avatar
27 Jan 2020 - 12:18
د نا امنيو له امله د کونړ نږدې ٤٠زره ماشومان له واکسين بې برخې دي
author avatar
27 Jan 2020 - 12:18

اسعد اباد (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): د کونړ د عامې روغتيا رياست وايي چې د ناامنيو او د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې سيمو کې نږدې ٤٠زره ماشومان د ګوزڼ يا پوليو له واکسينه پاتې شوي دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر عزيزالرحمن ساپی وايي، د ګوزڼ واکسين د تېرې دورې د کمپاين پر مهال د دغه ولايت په لسو ولسواليو (مروره، سرکاڼو، ناړۍ، شيګل، ماڼوګي، نورګل، چپه دره، وټه پور، نرنګ، څوکۍ، دانګام او نورګل) کې ٣٩٨٠٠ ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو کم وو، له واکسينه پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه، د يادو ولسواليو لرې پرتې او غرنۍ سيمې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي او هغوى د ګوزڼ د واکسينو مخنيوى کړى دى.

ساپى وايي: ((موږ په دغو سيمو کې د قومي مشرانو، ديني عالمانو، قومي شوراګانو، د ښوونځيو ښوونکو، مدني ټولنو او ځوانانو په مرسته خپلې هلې ځلې پيل کړې چې ځينو سيموکې يې  پرمختګ هم کړی.

د نوموړي په وينا، د کمپاين په دې دوره  کې چې نن پيل شو، د پلان له مخې به په ټول ولايت کې څه باندې ١٦٧زره ماشومان واکسين شي.

د عامې روغتيا رييس وويل، د پولیو د کمپاین دا دوره يواځې په هغو ولايتونو کې چې د پولیو مثبت پېښې په کې ثبت شوي او له ګواښ سره مخ شوي، تطبيقېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٩ زېږديز کال پر مهال په ټول هېواد کې د پوليو يا ګوزڼ ٢٩ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې په کونړ کې يوه، کندهار کې شپږ، هلمند کې پنځه، اروزګان کې نهه، پکتيکا کې دوه، ننګرهار ، بادغيس، بغلان ، فراه او هرات کې يوه يوه پېښه ثبت شوې وه.

د کونړ د عالمانو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وايي، د ماشومانو د سالم راتلونکي لپاره د پوليو واکسين اړين دی او د اسلام په مبارک دین کې هېڅ ممانعت نه لري.

هغه د کونړ له ديني عالمانو وغوښتل خپله د واکسين په کمپاين کې ونډه واخلي او نور خلک هم وهڅوي چې خپل ماشومان واکسين کړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.