ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور ګډونوالو ته په ویډیويي بڼه اړین پوهاوی ورکول کېږي

د کانکور ګډونوالو ته په ویډیويي بڼه اړین پوهاوی ورکول کېږي

author avatar
27 Jan 2020 - 15:55
د کانکور ګډونوالو ته په ویډیويي بڼه اړین پوهاوی ورکول کېږي
author avatar
27 Jan 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): د ازموینې اداره، د کانکور راتلونکې ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې په اړه د ويډیوګانو له لارې پوهاوی ورکوي، وایي د ازموینې د ګډونوالو شاوخوا ۴۰ سلنه به د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

د ازموينې د ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه اداره د کانکور داوطلبانو ته د دې ازموینې په اړه اړین پوهاوی ورکوي.

دی وایي، د دغه پوهاوي لپاره یوه ويډیو جوړه شوې او دغه ویډیو د هر ولایت د پوهنې ریاستونو له لارې د ښوونځیو امریتونو ته رسول کېږي او د ښوونځیو امریتونه به د دې ويډیو سافت بڼه د کانکور داوطلبانو (ګډونوالو) ته هغه مهال ورکوي چې د ازموینې لپاره په ښوونځي کې نوم لیکنه کوي.

په ويډيو کې ښودل کېږي چې د کانکور د ګډونوال انځور بايد سپين بګرونډ ولري، د کانکور د شموليت فورم د پېژندپاڼې له مخې په تورو سره وليکل شي، له هغه وروسته د ازموينې اداره هر ګډونوال ته د ای ډي په یوه شمېره، د ازموینې د ګډون کارت، پوښتنپاڼه او ځوابپاڼه جوړېږي او تر هغې وروسته ګډونوال بايومټريک کېږي.

دغه راز په ویډیو کې ښودل کېږي چې له هغه وروسته ګډونوال ته د ازموينې د شموليت کارت او پوهنځيو لېست چې ځانګړي کودونه په کې شته ورکول کېږي، د ازموينې پر مهال بايد ګډونوال هېڅ ډول برېښنايي وسايل له ځان سره ونه لري او که د ازموينې په صحنه کې ورسره ولیدل شي ازموينه يې باطلېږي.

د پوهاوي لپاره جوړه شوې دغه ويډیو ښيي چې د ازموینې محل ته له ننوتو مخکې د ګډونوال بايومټريک بيا چک کېږي.

په ویډیو کې لارښوونه شوې چې ګډونوال باید له دې وروسته د کارت، پوښتنپاڼې او ځوابپاڼې شمېرې چک کړي، څو توپیر ونه لري.

دغه راز لارښود داسې دی چې که دغه شمېرې توپیر ولري، باید ګډونوال ستونزه د ازموینې له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړي، څو د حل لپاره یې اقدام وکړي.

په دې ويډیو کې ګواښ شوی چې که بل کس د ګډونوال پر ځای ازموینه کې برخه واخلي، له پېژندنې وروسته امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي او اصلي کس د ازموينې چانس له لاسه ورکوي.

سرچینه ټینګار کوي چې د ازموینې ګډونوال باید پوښتنپاڼه او ځوابپاڼه له ازموینې وروسته د ازموینې مسوول کس ته وسپاري او که دغه کار ونه کړي، ازموينه يې باطلېږي.

د ازموينې د ملي ادارې مشر پوهاند وایي، د دغه کار موخه دا ده څو د ازموينې ګډونوال وکولای شي په ښه ډول د خپلې خوښې پوهنځي ته لار پيدا کړي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، ټاکل شوې چې د کانکور ازموینه د را روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.