ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سروې: ډېری افغانان له طالبانو سره سوله غواړي او پر اوربند ټينګار کوي

سروې: ډېری افغانان له طالبانو سره سوله غواړي او پر اوربند ټينګار کوي

author avatar
27 Jan 2020 - 09:26
سروې: ډېری افغانان له طالبانو سره سوله غواړي او پر اوربند ټينګار کوي
author avatar
27 Jan 2020 - 09:26

کابل (پژواک، ۷سلواغې ۹۸): له هرو لسو کسانو، نهه له طالبانو سره د سولې او په منځنۍ کچه ۶۸ سلنه د سولې خبرو په پیل کې د اوربند ترڅنګ له مخکې شرط پرته په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو غوښتونکي دي.

پژواک خبري اژانس د روانې مرغومې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۸مې په پښتو، دري او انګریزي ژبو د سولې په تړاو انلاین سروې ترسره کړه.

په دې سروې کې ۲۲۵۰ کسانو چې ۸۹ (څلور سلنه) یې ښځې او پاتې یې نارینه دي، برخه اخیستې ده. د ګډونوالو له هرو لسو کسانو اته د ښاري سیمو او پاتې نور د کلیوالي سیمو اوسېدونکي دي. د سروې د ګډونوالو ۲۲ سلنه له ۲۵ کلونو د ټیټ عمر، ۵۲ سلنه له ۲۶ تر ۳۵ کلونو، ۱۸ سلنه له ۳۶ تر ۴۵ کلونو، شپږ سلنه له ۴۵ تر ۵۵ کلونو او دوه سلنه له ۵۵ کلونو د پورته عمر لرونکي دي.

د سولې خبرې له شاوخوا یو کال راهیسې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو ترمنځ په وقفه یي ډول په قطر کې روانې دي. د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې پرمختګونه شوي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

له طالبانو سره د سولې غوښتنه:

پژواک خبري اژانس په همدې تړاو د انلاین سروې له لارې د خلکو اندونه راټول کړي او ښيي چې ۹۳ سلنه خلک له طالبانو سره د سولې غوښتونکي دي.

د سروې له ګډونوالو څخه د ذبیح الله په نوم یو کس وایي: “له طالبانو سره باید سوله وشي، هغوی د دې ترڅنګ چې افغانان او مسلمانان دي، د افغانستان د روانې کشالې یو مهم لوری دی او له هغوی سره له سولې پرته جګړه پای ته نه شي رسېدای.”

د سياسي چارو شنونکی احمد سعيدي وايي، سوله د افغانانو لپاره د “اب حيات” په څېر اهميت لري او له هرې ممکنې لارې چې راځي، باید په افغانستان کې سوله ټينګه شي.

هغه د افغان سیاسیونو ترمنځ اختلافونو ته په اشارې وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې ترڅنګ باید د افغانستان واکمنان هم په خپل منځ کې سوله وکړي او واحد نظر ولري.

دغه راز دی وایي چې د خلکو او حکومت ترمنځ هم بايد سوله وشي؛ ځکه چې په وینا یې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن شتون لري.

د ده په وينا، د سولې خبرې تر ډېره ښاري شوې چې بايد داسې نه وای، خلک او حکومت بايد په ګډه د سولې خبرې بدرګه کړي.

د حکومت او طالبانو ترمنځ پر خبرو ټینګار:

د سروې د ګډونوالو دوه پنځوس سلنه وایي چې د سولې خبرې باید د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ وشي، خو ۳۶ سلنه نور وایي، د سولې خبرې باید د ټولو اړوندو لورو (حکومت، طالبان، امریکا او نورې افغان ډلې) ترمنځ وشي.

د احمد ضیا په نوم د کابل ښار یو اوسېدونکی وایي: “تر هغه چې طالب دولتي کسان غلامان او دولت طالبان ترهګر بولي، سوله نه راځي، نور پر یو بل د ټاپو له لګولو باید تېر شو، افغانان ټول مسلمانان او سره وروڼه دي، باید له حکومت او طالبان سره خبرې وکړي او د افغانستان ناورین پای ته ورسوي.”

توفیق الله خوګياڼی بیا د ټولو لورو ترمنځ پر سوله ټینګار کوي او ليکي: “سراسري سوله غواړو، نه چې له طالب سره سوله وکړي او نور که جنګ وي پروا نشته؛ له ټولو غاړو سره بايد روغه وشي.”

د سیاسي چارو شنونکی نورشاه نوراني، وایي که طالبانو او د افغانستان حکومت په رښتیا سوله غواړي، نو باید په خپلو کې سره خبرې وکړي او د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

د ده په اند، که د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ونه شي، نو په هېواد کې د سولې ټینګښت شونی نه دی؛ ځکه چې که څه هم امریکایان په جګړه کې داخل دي، خو دا مهال د جګړې اصلي لوري افغانان دي.

په سوله کې د ټولنې د بېلابېلو ډلو ګډون:

د سروې د ګډونوالو ۷۷ سلنه وایي، د ښځو، مدني ټولنې غړو او ژورنالېستانو په ګډون د ټولنې نورې بېلابېلې ډلې لکه سیاسي ګوندونه هم باید د سولې خبرو کې برخه ولري.

نوراني وایي، دا مهال چې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې له خبرو ولس نه دی خبر او دا هم نه ده څرګنده چې هلته څه ډول جوړجاړی او معامله روانه ده.

د ده په اند، تر هغه چې د سولې لپاره افغاني میکانیزم جوړ نه شي او ټولې افغان ټولنیزې او سیاسي ډلې په کې ونډه ونه لري، په افغانستان کې تل پاتې سولې ته رسېدل شوني نه دي.

د سروې له ګډونوالو مرحبا هاشمي هم ليکلي: “تر ټولو د مخه اړینه ده چې ملي يووالی رامنحته شي او تول اړخونه یو بل په سړه سینه وزغمي.”

اوربند ته لومړیتوب ورکول:

د سروې د ګډونوالو له هرو ۲۳ کسانو ۱۸ وایي چې د سولې خبرو په پیل کې دې اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، خو د څلورو نورو په اند د دغو خبرو په پیل کې باید له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل لومړیتوب ولري.

د سیاسي چارو شنونکی نوراني وایي، د سولې خبرو لپاره د اړینې فضا رامنځته کېدو لپاره اوربند ډېر اړین دی.

ده له طالبانو، امریکا او د افغانستان له حکومته وغوښتل چې تر هر څه مخکې پر اوربند هوکړه وکړي او بیا پر نورو مسایلو بحث وکړي.

هغه وایي چې تر اوسه څو ځلې داسې شوي چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، خو داسې جګړه ییز پېښې رامنځته شوې چې د سولې خبرې یې له خنډ سره مخ کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روان کال د وږي په ۱۷مه له طالبانو سره د دغه هېواد د سولې خبرې، په کابل کې له یو برید وروسته ودرولې، خو څه موده وروسته بېرته پیل شوې.

د راپورونو له مخې، د کابل ښار په شش درک سیمه کې د موټربم په یاد برید کې د یوه امریکايي او یوه رومانیايي وګړو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپيان شول.

احمد سعیدي وايي: “د سولې کومې خبرې چې [د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړي استازي] زلمي خليلزاد پيل کړې دي، زما په باور کومه ښه پايله به ونه لري، دلته د تاوتريخوالي کموالی کوم مفهوم نه لري، بايد اوربند وشي چې طالبان اوربند نه مني؛ نو د طالبانو او امريکا خبرې يو بن بست ته رسېږي او کومې پايلې ته نه رسېږي.”

ځینې راپورونه ښیي چې دا مهال د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ په هېواد کې د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې روانې دي.

د سروې ځینو ګډونوالو بیا ویلي چې د سولې په خبرو کې باید د نظام څرنګوالي او د هېواد لاسته راوړنو ته پام وشي.

له دغو کسانو اطلس عاطف ليکلي: “هغه سوله غواړو چې شرعي نظام ته په کې پوره پوره ونډه ورکړل شي، کله چې شرعي نظام حاکم شو، نو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، کلتوري او…. نورې ستونزې هم حل کېږي.”

خو احمد هادي دروېش ليکلي: “موږ هغه سوله غواړو چې اتلس کلنې لاسته راوړنې تر خاورو لاندې نه شي، د یتیمانو او کونډو د اوښکو قیمت ادا شي، خویندو چې کومه قرباني ورکړې، باید معامله پرې ونه شي، د سولې طرفین بايد افغانستان ملت ته مراجعه وکړي، نه سیاسي غرفو ته؛ ځکه ملت زیانمن شوی نه سیاسیون.”

د ده په وينا، مهمه دا ده چې د سولې مسوده باید له ملت سره شریکه شي، که داسې ونه شي نو ملت به ځان په کومه هینداره کې وګوري؟

د سولې خبرو د پیل لپاره شرطونه کېښودل:  

د سروې د ګډونوالو اووه پنځوس سلنه وایي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبرې دي له شرطونو پرته پیل شی، خو ۴۳ سلنه نور وایي، د سولې خبرو د پیل لپاره باید شرطونه کېښودل شي.

د کابل ښار اوسېدونکی رفېع الله په دې اړه وایي: “د جګړې ښکېلې غاړې باید په هېواد کې د سولې لپاره او بېګناه انسانانو د وینو تویېدو د مخنیوي لپاره خپل دریځونه نرم کړي او له شرطونو پرته د سولې خبرو ته سره کېني، یو بل ته سره تېر شي او د حدیبې سوله خپل نقش قدم جوړ کړي.”

د غزني د ګیرو ولسوالۍ پخوانی ولسوال عبدالله خیرخواه وایي، که طالبان غواړي چې په هېواد کې سوله وشي، نو بايد له افغانانو سره مخامخ خبرې وکړي او خبرې بايد له شرطونو پرته پیل شي.

دی وايي: “طالب هم افغان دی او موږ هم افغانانو يو، راځئ چې د سولې خبرې په افغانستان کې وکړو.”

ډېر وایي، د سولې خبرې دې په افغانستان کې وشي

د سروې د ګډونوالو ۷۶ سلنه وایي، د سولې خبرې دې په افغانستان کې وشي.

له افغانستان وروسته تر ټولو ډېرو کسانو په ترتیب سره قطر، سعودي عربستان، ناروې او چین د سولې خبرو لپاره غوره بللي او له ۲۲۵۰ کسانو یواځې اتو ویلي چې دا خبرې دې په پاکستان کې ترسره شي.

د کابل ښار اوسېدونکی احمد ضیا وایي: “افغانستان د پردیو لاسوهنو تباه کړ، په هېواد کې مو سوله هم هغه وخت شونې ده چې د پردیو د لاسوهنو مخه ونیول شي، سوله مو افغاني شي او د سولې خبرې مو هم په خپل هېواد کې ترسره شي.”

عبدالله خیرخواه وايي: “سوله هم پردۍ ده او جنګ هم پردی دی، د سولې خبرې بايد په افغانستان کې وي؛ ځکه د سولې خبرې بايد له ما سره وي، که زه بهرنيو هېوادونو جوړولای، نو دا ۴۵ کاله جګړه به نه وه په هېواد کې.”

د ده په وينا، افغانان تلپاتې سوله غواړي، داسې سوله نه غواړي چې يوه ډله سوله وکړي او بله ډله بيا د القاعدې په نوم جګړه پيل کړي.

د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي افغانستان کې د سولې ټینګښت او لاملونه په اړه یې وایي: “زما په اند دغه جګړه افغاني، سيمه یيزه او فرا منطقوي ده، د دې ترڅنګ دغه جګړه نيابتي او رقابتي جګړه ده، د روس او امريکا ترمنځ زور ازموينه ده، د هند او پاکستان ترمنځ زور ازموينه ده او د ايران او سعودي ترمنځ زورازموينه ده.”

د هغه په اند، څو چې په افغانستان کې د روانې جګړې لاملونه ونه موندل شي او حل لارې ورته ونه لټول شي، سوله نه شي ټینګېدای.

اېډېټر: عبدالقدیر منصف

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.