ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“غزني کې لوېدلې الوتکه بهرنۍ ده او په کې وژل شوي کسان هم ټول بهرنيان دي”

“غزني کې لوېدلې الوتکه بهرنۍ ده او په کې وژل شوي کسان هم ټول بهرنيان دي”

author avatar
27 Jan 2020 - 14:27
“غزني کې لوېدلې الوتکه بهرنۍ ده او په کې وژل شوي کسان هم ټول بهرنيان دي”
author avatar
27 Jan 2020 - 14:27

لومړى تعقيب -غزني ښار (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): حکومتي سرچينې وايي چې په غزني بهرنۍ الوتکه لوېدلې او په کې وژل شوي کسان هم ټول بهرنيان دي.

نن له غرمې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې د غزني په دهيک ولسوالۍ کې د اريانا افغان هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې او ټول مسافر په کې وژل شوي دي.

خو وروسته د اريانا افغان هوايي شرکت او د ملکي هوايي چلند ادارې دخبرپاڼو په خپرولو سره وويل چې په غزني کې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه نه ده لوېدلې.

بل لورته په غزني کې يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې نن له غرمې وروسته د دهيک ولسوالۍ په سدوخېلو سيمه کې يوه بهرنۍ الوتکه لوېدلې ده.

هغه وايي چې په دغه پېښه کې په الوتکه کې ناست ټول کسان بهرنيان وو او  ټول وژل شوي دي.

ده زياته کړه: ((يواځې د دوو پيلوټانو مخونه ښکاري او پېژندل کيږي، نور يو هم نه پېژندل کيږي، زموږ ټيم لګيا دى کار کوي، ترڅو جسدونه غزني ښار ته انتقال کړي.))

بلخوا د ولسمشر محمداشرف غني دويم مرستيال سرور دانش بيا وايي چې په غزني کې يو الوتکه لوېدلې او په کې يو شمېر هېوادوال وژل شوي دي.

د غزني د دهيک ولسوالۍ ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغزني د دهيک ولسوالۍ په سدوخېلو سيمه کې يې د امريکايانو الوتکه غورځولې چې په کې ټول بهرنيان وژل شوي دي.

د ده په وينا، د الوتکې بدنه او د وژل شويو کسانو جسدونه په سيمه کې پراته دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.