ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره یوه میاشت کې لسګونه هوټل، حمامونه، رسټورانټونه او د خښتو بټۍ تړل شوي

په تېره یوه میاشت کې لسګونه هوټل، حمامونه، رسټورانټونه او د خښتو بټۍ تړل شوي

author avatar
27 Jan 2020 - 19:22
په تېره یوه میاشت کې لسګونه هوټل، حمامونه، رسټورانټونه او د خښتو بټۍ تړل شوي
author avatar
27 Jan 2020 - 19:22

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ۹۸): د هوا له ککړتیا سره د مبارزې کمېسیون په کابل کې ښار له تېرې یوې میاشتې راهیسې لسګونه هوټلونه، حمامونه، رستورانټونه او د خښتو بټۍ چې غیر معیاري سون توکي یې استفاده کول تړلي دي.

افغان حکومت شاوخوا یوه میاشت مخکې په کابل کې د هوا د ککړتیا په اړه د شکایتونو تر ډېرېدو وروسته د هوا له ککړتیا سره د مبارزې لپاره د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې، کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ګډ کمېسیون جوړ کړ او دغه کمېسیون ځینې اقدامات ترسره کړل.

دغه کمېسیون د سون غیر معیاري توکي لکه د ډبرو سکاره، ربړ او پلاستیک، په زړو موټرو غیرمنظم ښاري ترانسپورټ، د تېلو ټيټ کیفیت، په دودو تولیدوونکو فعالیتونو کې د دود د تصفیې دستګاوو څخه استفاده نه کول، خام سړکونه او کوڅې په کابل ښار کې د هوا د ککړېدو لوی لاملونه وبلل.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې رییس شاه زمان میوندي نن په کابل کې د ککړې هوا سره د مبارزې کمېسیون د غړو ناستې ته وویل، په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار کې د هوا د ککړېدو ۴۱۶ ککړوونکي محلونه تر څارنې لاندې نیول شوي دي.

هغه زیاته کړه، په یاده موده کې ۱۳۶ حمامونه، هوټلونه، رېګرېشن او نور د غیر معیاري سون توکو څخه د استفادې له امله تړل شوي دي.

میوندي وویل، په کابل ښار کې ۱۵۸۴ موټرو چاپېریالي سرغړونې کړې درلودې او له دې ډلې ۳۹۸ داسې موټر چې دود کوي، درول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د کابل ښار د هوا د ککړېدو د مخنیوي لپاره د دغه کمېسیون مبارزه دوام لري او ټاکل شوې لسګونه کسان ددې موضوع په تړاو څارنوالۍ ته معرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.