ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ: ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګومارل شي

کرکټ بورډ: ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګومارل شي

author avatar
27 Jan 2020 - 17:09
کرکټ بورډ: ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګومارل شي
author avatar
27 Jan 2020 - 17:09

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨):د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطيف الله ستانکزی وايي چې نوي مشر روزونکي ورسره ژمنه کړې وه، چې وخت ناوخته به افغانستان ته راځي او په ځينو تمريناتي کمپونو کې به هم ګډون کوي .

ستانکزي چې نن د سلواغې په ٧مه، يې له نوي بهرني روزونکي لانس کلوزنر سره چې د سوېلي افريقا اصلي اوسېدونکى دى، په ګډه خبري کنفرانس ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګوماري.

هغه زياته کړه چې د راتلونکي اسيا کپ لوبو لپاره ځيني تمريناتي کمپونه به په افغانستان  کې ترسره شي.

ستانکزي وويل، چې په راتلونکې کې دوه نړيوالې سيالۍ لري ، په روان زېږديز کال په ستمبر کې اسيا کپ دى او تر هغه وروسته په اکتوبر کې د ٢٠ اووريزو سياليو نړيوال جام دى.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې په اماراتو کې د  ۱۲ ورځنی  د ICC Global کمپ درلود چې ګټور او مثبت ثابت شوى دى.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې غټې لوبډلې له پخوا څخه خپل کلني پروګرامونه جوړ کړي او هغوى نه شي کولى د کال په منځ کې له نورو هېوادونو سره لوبې تنظيم  کړي.

د هغه په وينا، د لوبو د کموالي بل لامل د کوربه توب نشتوالى دى چې بهرنۍ لوبـډلې افغانستان ته د امنيتي ستونزو لپاره نه راځي، خو هندوستان افغانستان ته يو نړيوال لوبغالى ورکړى دى.

ده وويل، افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې  د لوبو نهه لړۍ (سيريز) لري چې د شپږو يې افغانستان کوربه او د پاتې نور هېوادونه کوربانه دي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل چې د ايرلينډ د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان د هغوى کوربه توب کوي.

ستانکزي وويل، د سږ کال بوديجه لري او له اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

نوموړي له کرکټ بورډ څخه د لرې کړل شويو کسانو په اړه وويل، چې د لسو کسانو قراردادونه پاى ته رسېدلي وو او ورسره د بيا قرارداد اړتيا نه وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.