مزارشريف (پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): د بلخ ولايت يو شمېر قومي مشران او مدني فعالان وايي چې د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په لیدنو کې يې له هغه د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال د ملکي تلفاتو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.
په تازه پېښه کې د شنبې په شپه د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د هوايي بريد له امله د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي چې پراخ غبرګونونه يې له ځان سره لرل.
له دې سره هم مهاله دوه ورځې کېږي چې د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب هم په مزارشريف دی او د خپل سفر موخه يې د امنيتي وضعيت ارزونه ياده کړې ده.
د بلخ ولايت د بوکې کلي قومي مشرانو، تېر ماښام په ياد کلي کې د هوايي بريد په تړاو د ملي امنيت له سلاکار سره ليدلي دي.
د بلخ ولسوالۍ قومي مشر حاجي سلطان پژواک ته وويل چې د امنيت شورا له سلاکاره يې د پوځي عملياتو پر مهال د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنيوي غوښتنه وکړه.
نوموړي زياته کړه، همدا راز يې محب ته د خپلې سيمې د امنيتي ستونزو په تړاو هم معلومات ورکړل او د حل کېدو په برخه کې يې له مرکزي حکومته د مرستې غوښتنه وکړه.
دغه قومي مشر وايي چې له کابله راغلي پلاوي سره يې دا اندېښنې هم شريکې کړې چې د ملکي تلفاتو په زياتېدو سره د خلکو او حکومت تر منځ واټن نور هم زياتېږي.
هغه وويل: ((په بوکي کلي کې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارد يوه لويه غميزه وه، چې له امله يې خلک پر حکومت اعتراض لري او ياد حالت دوام وکړي؛ نو د خلکو پر وړاندې به د حکومت شته باور نور هم زيانمن شي.))
په ورته مهال د بلخ د رسنيو په استازيتوب ډاکتر نجيب پيکان د امنيت شورا له مشاور سره په ګډه غونډه کې چې حکومت بايد د قانون پلي کېدو ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه پژواک ته وويل چې حکومت بايد هغه ستونزې او خنډونه له منځه يوسي چې له امله يې د بيان ازادۍ ته زيان رسېږي.
د پيکان په خبره، د قانون له مخې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او زياتوي چې لا هم په بلخ ولايت کې يو شمېر ادارې رسنيو ته د معلوماتو د ورکولو په برخه کې ناغېړي کوي.
مدني فعال سيرت نوري پژواک ته وويل چې د امنيت شورا له سلاکار حمدالله محب سره يې د مدني ټولنو په استازيتوب غونډه کې ګډون کړی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن