ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ ۱۷ کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي”

“د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ ۱۷ کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي”

author avatar
27 Jan 2020 - 14:06
“د ننګرهار د شېرزادو ولسوالۍ ۱۷ کلي له وسله والو طالبانو پاک شوي”
author avatar
27 Jan 2020 - 14:06

جلال اباد (پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، شېرزادو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پرمهال ۱۷ کلي له وسله والو پاک کړي او دغه راز يې تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۱۰ وسله وال طالبان هم وژلي دي.

ګ‌‌‌‌‌‌ډو ځواکونو څلور ورځې وړاندې شېرزادو کې له وسله والو څخه د دې ولسوالۍ د پاکولو دوېمه مرحله عمليات پيل شوي چې لا هم دوام لري.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، په شیرزادو ولسوالۍ کې د تېرو ۲۴ ساعتونو د عملیاتو په ترڅ کې  لس وسله وال طالبان وژل شوي،۱۷ کلي د دوی له شتون څخه پاک شوي او یو زیات شمیر وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو په لاس ورغلي دي.

هغه زياته کړه، همدا راز د ګل وزیر په نوم یو مشکوک کس د ۴۹ زره عربي ریالو او ۷۳۲ زره پاکستانۍ کلدارو سره یو ځای نیول شوی چې ترې څېړنې جریان لري .

د خوږياڼي  د معلوماتو له مخې د یو شمیر وژل شویو وسله والو طالبانو جسدونه په سیمه کې د مخورو په منځګړیتوب کورنیو ته سپارل شوي دي.

بلخوا د سيلاب قول اردو اړوند د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال محمد کريم نيازی وايي، ياد عمليات د ملي اردو په مشرۍ د سرحدي او عامه نظم ځواکونو، ملي او سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو لخوا مخته روان دي.

دی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکوي، عمليات به تر هغه روان وي چې شېرزادو ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله والو پاکه شي.

وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.