کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): پاکستانيو پوليسو د خيبر پښتونخوا ايالت له پېښور ښاره د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين نيولى دى.
د دغه غورځنګ مرکزي غړي او د پارلمان وکيل محسن داوړ د سلواغې په ٧مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې پوليسو تېره نيمه شپه منظور پښتین د پېښور ښار اړوند د تاکال په سيمه کې له يو شمېر نورو ملګرو سره نيولى دى.
هغه زياته کړې: ((د دې لپاره چې موږ د خپلو حقونو لپاره سوله ييز اعتراضات او غوښتنې کوو، حکومت په دا ډول نيونو سره موږ ته سزا راکوي.))
نوموړي د پښتين د ژر تر ژره خوشي کېدا د غوښتنې ترڅنګ ويلي چې په دې ډول نيونو سره دوى کمزوري کېږي نه، بلکې هوډ او ارادې يې نورې هم پياوړې کېږي.
د غورځنګ بلې غړې ثنا اعجاز بي بي سي ته ويلي چې له پښتين سره شپږ نور ملګري هم د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
وتلي سياستوال او پخواني سناتور افراسياب خټک هم په ټويټر کې د منظور پښتين نيول کېدل غندلي دي.
هغه ويلي چې منظور پښتين د پښتنو يوه نوې څېره خلکو او نړيوالو ته ښودلې او د خپلو حقونو لپاره يې سوله ييزه مبارزه پيل کړې ده.
خټک زياته کړې: ((د پښتين نيول، د ټولو پښتنو، په ځانګړې توګه د وزيرستان د خلکو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د استعماري کړنو بېلګه ده.))
تر اوسه د پاکستان حکومت د هغه د نيولو لاملونه نه دي په ډاګه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن