د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کانکور ګډونوالو ته په ویډیويي بڼه اړین پوهاوی ورکول کېږي

د کانکور ګډونوالو ته په ویډیويي بڼه اړین پوهاوی ورکول کېږي

Jan 27, 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۹۸): د ازموینې اداره، د کانکور راتلونکې ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې په اړه د ويډیوګانو له لارې پوهاوی ورکوي، وایي د ازموینې د ګډونوالو شاوخوا ۴۰ سلنه به د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

د ازموينې د ملي ادارې مشر پوهاند عبدالقدير خموش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې دغه اداره د کانکور داوطلبانو ته د دې ازموینې په اړه اړین پوهاوی ورکوي.

دی وایي، د دغه پوهاوي لپاره یوه ويډیو جوړه شوې او دغه ویډیو د هر ولایت د پوهنې ریاستونو له لارې د ښوونځیو امریتونو ته رسول کېږي او د ښوونځیو امریتونه به د دې ويډیو سافت بڼه د کانکور داوطلبانو (ګډونوالو) ته هغه مهال ورکوي چې د ازموینې لپاره په ښوونځي کې نوم لیکنه کوي.

په ويډيو کې ښودل کېږي چې د کانکور د ګډونوال انځور بايد سپين بګرونډ ولري، د کانکور د شموليت فورم د پېژندپاڼې له مخې په تورو سره وليکل شي، له هغه وروسته د ازموينې اداره هر ګډونوال ته د ای ډي په یوه شمېره، د ازموینې د ګډون کارت، پوښتنپاڼه او ځوابپاڼه جوړېږي او تر هغې وروسته ګډونوال بايومټريک کېږي.

دغه راز په ویډیو کې ښودل کېږي چې له هغه وروسته ګډونوال ته د ازموينې د شموليت کارت او پوهنځيو لېست چې ځانګړي کودونه په کې شته ورکول کېږي، د ازموينې پر مهال بايد ګډونوال هېڅ ډول برېښنايي وسايل له ځان سره ونه لري او که د ازموينې په صحنه کې ورسره ولیدل شي ازموينه يې باطلېږي.

د پوهاوي لپاره جوړه شوې دغه ويډیو ښيي چې د ازموینې محل ته له ننوتو مخکې د ګډونوال بايومټريک بيا چک کېږي.

په ویډیو کې لارښوونه شوې چې ګډونوال باید له دې وروسته د کارت، پوښتنپاڼې او ځوابپاڼې شمېرې چک کړي، څو توپیر ونه لري.

دغه راز لارښود داسې دی چې که دغه شمېرې توپیر ولري، باید ګډونوال ستونزه د ازموینې له اړوندو مسوولینو سره شریکه کړي، څو د حل لپاره یې اقدام وکړي.

په دې ويډیو کې ګواښ شوی چې که بل کس د ګډونوال پر ځای ازموینه کې برخه واخلي، له پېژندنې وروسته امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي او اصلي کس د ازموينې چانس له لاسه ورکوي.

سرچینه ټینګار کوي چې د ازموینې ګډونوال باید پوښتنپاڼه او ځوابپاڼه له ازموینې وروسته د ازموینې مسوول کس ته وسپاري او که دغه کار ونه کړي، ازموينه يې باطلېږي.

د ازموينې د ملي ادارې مشر پوهاند وایي، د دغه کار موخه دا ده څو د ازموينې ګډونوال وکولای شي په ښه ډول د خپلې خوښې پوهنځي ته لار پيدا کړي.

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، ټاکل شوې چې د کانکور ازموینه د را روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې پیل شي.

ده ونه ویل چې دغه ازموینه به په ټول هېواد کې کله پای ته ورسېږي، خو زیاته یې کړه چې پایلې به یې په چنګاښ کې اعلان شي.

د ده په وینا، تر اوسه کره شمېر نه ده معلوم، خو کېدای شي شاوخوا دوه سوه زره کسان په دې ازموینه کې ګډون وکړي او تر اتیا زره کسان د لوړو زده کړو موسسو ته جذب شي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي چې د کانکور د تېر کال په ازموینه کې ۱۷۰زره کسانو ګډون کړی و او له دې ډلې ۶۱زره کسان د لوړو زده کړو، ۱۵زره د نيمه لوړو زده کړو، او ۷۷زره نور په يو څه تخفيف د لوړو زده کړو خصوصي  موسسو ته کامياب شوي او او ۲۰زره کسان بې پايلي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement