ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُحب: په بلخ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو پېښه هر اړخیزه څېړل کېږي

مُحب: په بلخ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو پېښه هر اړخیزه څېړل کېږي

author avatar
27 Jan 2020 - 14:12
مُحب: په بلخ ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو پېښه هر اړخیزه څېړل کېږي
author avatar
27 Jan 2020 - 14:12

مزار شريف (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د ملکي تلفاتو تازه پېښه په هر اړخیزه توګه څېړل کېږي.

دا پېښه وړمه شپه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د بوکې په کلي کې د افغان ځواکونو د عملياتو پر مهال رامنځته شوه چې د هوايي بريد په پايله کې د يوې کورنۍ شپږ ښځې او يو ماشوم ووژل شول.

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب چې د شمال د امنيتي حالت ارزولو په موخه مزارشريف ته تللى، پرون ناوخته يې د بلخ ولسوالۍ  د پوکې کلي له مشرانو او د يادې پېښې له قربانيانو سره يې وليدل.

هغه د یاد کلي له مشرانو، سپین ږیرو او د قربانیانو له کورنیو سره د تېري شپې د پېښې له امله غم شریکي وکړه او ویې ويل،‌ اړتیا ده‌ چې د داسې ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره ولسونه له دولت سره همکاري زياته کړي.

مُحب له يادو مشرانو د هغوی ستونزې، شکایتونه او د وضعیت د ښه والي په اړه د هغوی وړاندیزونه واورېدل او اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې له ځايي خلکو سره په ګډه د وضعیت د بدلون په موخه ګډ کار وکړي او وړاندیزونه يې مرکز ته ولېږي.

يادو خلکو شکايت کاوه چې  په سيمه کې يې تل جګړې وي او وخت ناوخته په جنګ کې ولسي خلک زيانمنېږي.

هغوی غوښتنه وکړه چې دغه حالت ته دې د پای ټکی کېښودل شي او امنيتي ځواکونه دې دغه سيمه په مکمله توګه له وسله والو پاکه کړي.

د ملي امنیت سلاکار، يادو خلکو ته وویل چې شمال ته يې په همدغه هدف سفر کړی، څو له خلکو مخامخ د روان ناورین په هکله واوري او پرېکنده اقدامات وکړي.

ډاکټر مُحب زياته کړه چې ياده پېښه به په هر اړخيزه توګه پلټل کېږي او داسې اقدامات به کېږي چې پايله يې د روان وضعیت پای وي.

د هغه په وينا، جنګ او سوله دواړه د ولس په ملاتړ ګټل کېږي او اړتیا ده چې د دې سيمې ولس په ياده برخه کې د دولت ملاتړ وکړي.

د يادې پېښې د قربانيانو کورنۍ اود سيمې اوسېدونکو پرون د اعتراض په ډول جسدونه ولايتي شورا ته راوړي وو.

ورته مهال له دفاع وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د يادې پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره يې پلاوی ټاکلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.